امریکا دایران په مقابل کښې داسرائیلو ملاتړی ده
-
د اسرائیلو دتیریګرې جنګي الوتکې نسکوریدا د صهیونیسټ رژيم او دهغه د زاړه ملاتړي امریکا غصه راپارولي ده .
فارس خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی میرمن نیکې هیلې ادعا وکړه چې واشنګټن به د ایران د اسلامی جمهوریت په مقابل کښې د اسرائیلو په څنګ کښې وی .
هغې په ملګروملتونو کښې دامنیت شورا په غونډې کښې واشنګټن د اسرائیلو رژیم ته وفاداره وباله او په سوریې دصهیونیسټ رژیم تیری یې په خپلې دفاع کښې د تل ابیب حق وباله .
امریکا له اسرائیلو رژیم د دغه لمسونکی پلویتوب په دوام کښې په سوریې کښې دمقاومت دچورلیز ځواکونه په لسمونکو اقداماتو تورن کړل او له سورې څخه د دمشق د حکومت دملاتړو د حمایت د ختمیدا غوښتنه یې وکړه .
امریکا په داسې حال کښې په سوریې کښې دمقاومت ځواکونه په لسمونکو اقداماتو تورنوی چې په خپله امریکا تل له ترهګرو ډلو سره د تش په نامه دمبارزې په پلمه په غیرقانونی ډول په سوریې کښې پوځی شتون لری او تراوسه یې په سوریې او عراق کښې دیره ترهګرو ډلو ته په میلیارډونو ډالرو وسلې او تجهیزات هم ورکړی دی .
امریکا له سعودی عربستان ، بریتانیا ، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، کویت ،بحرین، اردن ، ترکیې ، قطر وغیره سره یوځاې په عراق ، سوریې ، لیبیا وغیره کښې دترهګرو ډلو ستره ملاتړی ده .
دسوریې دعسکرو لخوا د اسرائیلو دتیریګرې جنګی الوتکې نسکوریدا د صهیونیسټ رژیم او دهغه د زاړه ملاتړی امریکا غصه راپارولی ده