دبحرین رژیم تراوسه ۱۹۲ ښاریز وژلی دی
-
ویل دبحرین ملت صلح غواړی دی او تاوتریخوالی نه غواړي .
دبحرین سیاسی فعال او ډاکټر ابراهیم العرادی چې د ال خلیفه رژیم لخوا لبنان ته په زوره جلاوطن کړی شوی دی له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل
په دغه هیواد کښې په تیرو اوو (۷)کلونو کښې حکومت یوسل دوه نوی(۱۹۲) کسان وژلی ، شل زره(۲۰۰۰۰) نور یې نیولی او د پینځه سوه پنځوسو (۵۵۰)ښاریزو تابعیت یې هم لغوه کړی دی .
هغه پرون د بحرین د ال خلیفه دیکتاتور رژیم پرضد د خلکو دپاڅون د اومې(۷) کلیزې په مناسبت د وژل شویو او ژوبلو کسانو دشمیر په اړه وویل له یوسل دوه نوی(۱۹۲) وژل شویو کسانو څخه کابو پنځوس(۵۰) ماشومان او زلمی وو او همداس اوس د ال خلیفه رژیم په زندانونو کښې څه دپاسه څلور زره(۴۰۰۰) سیاسی بندیان شته .
دبحرین دغه سیاسی فعال دې ته په اشارې سره چې د ښاریزو د حق او دتابعیت لغوه کول په حقیقت کښې دیوه سړی مدنی اعدامول دی وویل همداس اوس په هیواد کښې زیات کسان شته چې حکومت ترې پاسپورټونه اخیستی دی او د ال خلیفه رژیم ددغه کار هدف د هیواد د نفوسو دجوړښت بدلول دی او بل هدف یې هم د انقلابیانو سپکاوی او د هغوې دژوند ګډوډول دی .
هغه دبحرین دخلکو د انقلاب په صلح ایز پاتې کیدا ټینګار وکړ او ویې ویل دبحرین ملت صلح غواړی دی او تاوتریخوالی نه غواړی او هغوې په ګلونو او بیرغ سره پاڅون کړی خو ال خلیفه رژیم د هیواد له خلکو سره دمقابلې لپاره له سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اردن څخه عسکر راوستلی چې دهیواد خلک ووژنی او هغوې وځپی .