د ایران ؤلس مشر هند ته ورسید
د ایران ولس مشر د یو سیاسی او اقتصادی لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ، د درې ورځنۍ کتنې لپاره؛ د هند د لمړی وزیر په بلنه، د دغه هیواد د حیدر آباد ښار ته رسیدلئ دئ.
د ایرنا د راپور په اساس،«حسن روحانی» نن پنجشنبه، د حیدر آباد ښار ته د رسیدو په مهال، د«تلانګانا» صوبې د ګورنر، په هند کی د ایران د سفیر«غلامرضا انصاری» او د ایران د سرکنسول«محمد حق بین» له هرکلی سره مخامخ شو.
ټاکل شوې ده؛ هند ته د ایران د ؤلس مشر د سفر په ترځ کی، د سوداګرۍ او اقتصادی همکارۍ نږدی ۱۵ موافقه لیکونه لاسلیک شی.
همداراز پدغه سفر کی به، د ایران او هند له خوا یوه ګډه سیاسی بیانیه خپره شی.
ښاغلئ روحانی به په حیدر آباد کی د دؤو ورځو په موده د پاتی کیدو په ترځ کی، د دغه ښار له دینی او اسلامی عالمانو سره وګوری، او د دغه ښار د جمعې په لمانځه کی به هم وینا وکړی.
روحانی همداراز؛ د ایران او هند په اقتصادی غونډه کی ګډون کوی.