عربستان او متحده عربی امارات دیمن د ویشلو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65687-عربستان_او_متحده_عربی_امارات_دیمن_د_ویشلو_هڅه_کوی
فارس خبری اژانس وایی دیمن دملی ژغورنې د حکومت لومړی وزیر عبدالعزیز بن حبتور(ABDULAZIZ BIN HABTOUR) پرون دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دوو (۲)برخو د یمن د ویشلو او له خپلو هیوادونو سره دهغو د یوځاې کولو لپاره د متحده عربی اماراتو او د عربستان دهڅې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2018 01:01 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ له ایران څخه هیڅ ډول توغندي نه دي ترلاسه کړي .
    دیمن پوځ له ایران څخه هیڅ ډول توغندي نه دي ترلاسه کړي .

فارس خبری اژانس وایی دیمن دملی ژغورنې د حکومت لومړی وزیر عبدالعزیز بن حبتور(ABDULAZIZ BIN HABTOUR) پرون دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دوو (۲)برخو د یمن د ویشلو او له خپلو هیوادونو سره دهغو د یوځاې کولو لپاره د متحده عربی اماراتو او د عربستان دهڅې خبر ورکړ .

هغه وویل سعودی عربستان دیمن شمال او متحده عربی اماراتو دیمن جنوب ته سترګې خړې کړی دی .

دیمن د ملی ژغورنې دحکومت لومړی وزیر عبدالعزیز بن حبتور دخپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړی استازی اسماعیل ولد شیخ د ماموریت په اړه وویل هغه خپله هیڅ فیصله او کړنلاره نه لرله او هغه څه چې وړاندې کول یې په یمن د تیری کونکو هیوادونه دیکته شوی خبرې وې .

هغه دغه راز له ایران څخه یمن ته د توغندیو د استول کیدا په اړه دامریکا او دسعودی عربستان ادعاګانې په کلکه رد کړې او ویې ویل دیمن پوځ له ایران څخه هیڅ ډول توغندی نه دی ترلاسه کړی .

دسعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف تل ادعا کوی چې ایران دیمن ولسی ځواکونو ته سپکې او درنې وسلې ورکوی او په دغه کار سره دیمن دکړکیچ دحل په لاره کښې خنډ جوړوی .

خو دیمن حکومتی چارواکو په ځلونو ټینګار کړی دی ددغه هیواد د پوځ دفاعی قدرت کاملا ځای دی او دسعودی عربستان لخوا له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ورځ تر بلې د زیاتیدا په حال کښې دی .

دسعودی عربستان عسکرو د امریکا، د اردن ، دمتحده عربی اماراتو ، د  اسرائیلو او دانګلستان په مرستې سره له تیرو څو کلونو راهسې دیمن په خلکو بمباریو او حملو ته دوام ورکړی او په لسګونو زره خلک یې مړه او ژوبل کړی دی .