د سوریې حکومتی عسکر په عفرین سیمه کښې دیره کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65689-د_سوریې_حکومتی_عسکر_په_عفرین_سیمه_کښې_دیره_کیږی
دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې حکومت او کرد عسکرو موافقه وکړه چې حکومتی عسکر په عفرین سیمه کې دیره شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2018 01:17 Asia/Kabul
  • دسوریې حکومت دترکیې پوځي عملیات د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ خلاف ورزۍ بللي ده .
    دسوریې حکومت دترکیې پوځي عملیات د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ خلاف ورزۍ بللي ده .

دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې حکومت او کرد عسکرو موافقه وکړه چې حکومتی عسکر په عفرین سیمه کې دیره شی .

دغه ټیلی ویژن چینل بیګا د خبروسرچینو په قول راپور ورکړ د سوریې حکومت او د کرد مدافع  ځواکونو یعنی وایی پی ، جی (YPG)عسکر په یو لړ خبرو کښې موافقې ته رسیدلی دی چی پراساس به یې په عفرین سیمه کښې د سوریې حکومتی عسکر دیره شی .

دغو خبرو سرچینو ټینګار وکړ چې دسوریې د حکومت او دکرد ځواکونو دغه موافقه دسوریې په شمال کښې په حلب کښې په عفرین سیمې د ترکیې له حملو سره د مقابلې په هدف سره شوی ده .

د سوریې دعفرین سیمې په لور د ترکیې او دغه هیواد تر امر لاندې د پوځیانو او عسکرو له پرمختګ سره په یووخت دسوریې کرد عسکرو په عفرین سیمه کښې د حکومتی عسکرو د دیره کیدا په اړه د دمشق د حکومت له و ړاندیز سره موافقه کړی ده .

دسوریې پوځ په عفرین سیمه کښې د ترکیې د عسکرو د پوځیانو عملیاتو له لومړیو څخه کرد عسکرو ته وړاندیز وکړ چې حکومتی عسکر  د زیتون د څانګې د عملیاتو دمخنیوی په هدف سره په دغه سیمه کښې دیره شی .

خو دسوریې کردانو مخکې د حکومت له دغه وړاندیز سره مخالفت کړی وو .

دترکیې پوځ د روان میلادی کال د جنورۍ د میاشتې له شلمې(۲۰) نیټې راهسې د سوریې دحکومت له اجازې پرته په عفرین سیمه کښې  د زیتون د څانګې په نوم غیرقانونی پوځی عملیات پیل کړی دی .

ترکیې ددغو پوځی عملیاتو هدف د سوریې له کردا ځواکونو سره مقابله بللی ده خو دسوریې حکومت دترکیې دغه پوځی عملیات د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی ده .