د یمن عسکرو دعربستان پینځه عسکر هلاک کړی
Feb 16, 2018 01:37 Asia/Kabul
-
عربستان دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو سره ددغه هیواد بیخ بنایانې او اقتصاد بیخي تباه کړی دی .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن عسکرو د سعودی عربستان په جیزان ولایت کښې پینځه(۵) حکومتی عسکر ووژل .
دسعودی عربستان دغه پینځه (۵)عسکر پرون ددغه هیواد په جنوب کښې دجیزان ولایت په« قمر »کلی کښې د یمن دعسکرو په ډزو وژل شوی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو هم په توپونو سره دسعودی عربستان په جنوب کښې په نجران کښې په «طلعه الرجله» سیمه کښې دسعودی عربستان د عسکرو په مرکز حمله وکړه .
دسعودی عربستان رسنیو هم پرون په سرحدی سیمو کښې دیمن دعسکرو په لاس دخپلو دولسو (۱۲)عسکرو په وژل کیدا او ژوبلیدا اعتراف وکړ .
عربستان دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو سره ددغه هیواد بیخ بنایانې او اقتصاد بیخی تباه کړی دی .