امریکا په اټومی تړون کښې دبدلون توهم لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65701-امریکا_په_اټومی_تړون_کښې_دبدلون_توهم_لری
زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن یوځل بیا وویل ولسمشر ټرمپ غواړی دایران په اټومی موافقې کښې شته نیمګړتیاوې لیرې کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2018 02:22 Asia/Kabul
  • توغندي یوه(۱) دفاعي وسیله ده او هر هیواد خپلو شرایطو او اړتیاو ته په پام سره خپل دفاعي امکانات انتخابوي .
    توغندي یوه(۱) دفاعي وسیله ده او هر هیواد خپلو شرایطو او اړتیاو ته په پام سره خپل دفاعي امکانات انتخابوي .

زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن یوځل بیا وویل ولسمشر ټرمپ غواړی دایران په اټومی موافقې کښې شته نیمګړتیاوې لیرې کړی .

خو د ایران دباندنیو چارو د وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی وړمه ورځ په اټومی موافقې کښې دبدلون د راوستلو لپاره د امریکا هڅې ته په غبرګون کښې وویل د اټومی موافقې په اړه دبیا خبرو ، داټومی موافقې د بدلون او یا په کښې دبل کوم ټکی د ورزیاتولو  امکان نشته .

د روسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف هم په دې خبرې سره چې اټومی موافقه داسې تړون دی چې دهغې د موازنې او ګټو په هکله ډیر فکر شوی دی وویل ماسکو داټومی موافقې په نابدلولو کښې په پریکنده توګه دایران دحکومت په څنګ کښې دی .

دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن پرون په بیروت کښې دغه راز دایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره ادعا وکړه  دایران د بلاسټیک توغندیو پروګرامونو ته باید پام وکړو .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت اوس هم د بلاسټیک توغندیو د پروګرامونو په زمینه کښې فعالیت ته دوام ورکوی .

په نړیوال چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار  ډاکټر علی اکبر ولایتی هم وړمه ورځ دایران د توغندوی پروګرام په اړه دخبرو لپاره د امریکا هڅې ته په غبرګون کښې وویل د توغندیو جوړول او دهغوې بشپړول له خارجی هیوادونو سره هیڅ ارتباط نلری .

هغه وویل توغندی یوه(۱) دفاعی وسیله ده او هر هیواد خپلو شرایطو او اړتیاو ته په پام سره خپل دفاعی امکانات انتخابوی .