امریکا په اټومی تړون کښې دبدلون توهم لری
-
توغندي یوه(۱) دفاعي وسیله ده او هر هیواد خپلو شرایطو او اړتیاو ته په پام سره خپل دفاعي امکانات انتخابوي .
زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن یوځل بیا وویل ولسمشر ټرمپ غواړی دایران په اټومی موافقې کښې شته نیمګړتیاوې لیرې کړی .
خو د ایران دباندنیو چارو د وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی وړمه ورځ په اټومی موافقې کښې دبدلون د راوستلو لپاره د امریکا هڅې ته په غبرګون کښې وویل د اټومی موافقې په اړه دبیا خبرو ، داټومی موافقې د بدلون او یا په کښې دبل کوم ټکی د ورزیاتولو امکان نشته .
د روسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف هم په دې خبرې سره چې اټومی موافقه داسې تړون دی چې دهغې د موازنې او ګټو په هکله ډیر فکر شوی دی وویل ماسکو داټومی موافقې په نابدلولو کښې په پریکنده توګه دایران دحکومت په څنګ کښې دی .
دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن پرون په بیروت کښې دغه راز دایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره ادعا وکړه دایران د بلاسټیک توغندیو پروګرامونو ته باید پام وکړو .
هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت اوس هم د بلاسټیک توغندیو د پروګرامونو په زمینه کښې فعالیت ته دوام ورکوی .
په نړیوال چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی هم وړمه ورځ دایران د توغندوی پروګرام په اړه دخبرو لپاره د امریکا هڅې ته په غبرګون کښې وویل د توغندیو جوړول او دهغوې بشپړول له خارجی هیوادونو سره هیڅ ارتباط نلری .
هغه وویل توغندی یوه(۱) دفاعی وسیله ده او هر هیواد خپلو شرایطو او اړتیاو ته په پام سره خپل دفاعی امکانات انتخابوی .