پاکستان به د چین تر نفوذ لاندې ورشی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65703-پاکستان_به_د_چین_تر_نفوذ_لاندې_ورشی
زمونږ خبریال وایی دامریکا اوولسو(۱۷) جاسوسۍ ادارو ولسی جرګې کانګرس(Congress) ته خبرداری ورکړی چې پاکستان به په راتلونکی میلادی کال کښې د امریکا له نفوذ څخه وتلو او د چین تر نفوذ لاندې ورتلو ته دوام ورکړی او اسلام اباد به په جنوبی اسیا (South Asia)سیمه کښې دواشنګټن دګټو لپاره یو خطر شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2018 02:50 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې به  دسیاسي بې ثباتۍ ، دطالبانو دحملو ، دحکومتي عسکرو دکمزوري  کړچار او داقتصادي او مالي مشکلاتو په وجه حالات نور هم پسې خراب شي .
    په افغانستان کښې به دسیاسي بې ثباتۍ ، دطالبانو دحملو ، دحکومتي عسکرو دکمزوري کړچار او داقتصادي او مالي مشکلاتو په وجه حالات نور هم پسې خراب شي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا اوولسو(۱۷) جاسوسۍ ادارو ولسی جرګې کانګرس(Congress) ته خبرداری ورکړی چې پاکستان به په راتلونکی میلادی کال کښې د امریکا له نفوذ څخه وتلو او د چین تر نفوذ لاندې ورتلو ته دوام ورکړی او اسلام اباد به په جنوبی اسیا (South Asia)سیمه کښې دواشنګټن دګټو لپاره یو خطر شی .

دغه  څرګندونې دهغه کلنی راپور یوه برخه ده چې د امریکا د ملی استخباراتو ادارې مشر ډانیل ای کوټس(Daniel R.Coats) څو ورځې مخکې د مشرانو جرګې سینا د استخباراتو کمیټۍ ته وړاندې کړی وو .

په دغه راپور کښې دامریکا د جاسوسۍ ادارو ته د ورپیښ ګواښ په اړه غور شوی وو .

دامریکا په اوولسو(۱۷) جاسوسۍ ادارو کښې چې دغه راپور یې وړاندې کړی وو سی ای ای (CIA)، دفاعی استخباراتی اداره ، فیډرال بیورو اف اینوسټی ګیشن او ملی استخباراتی اداره شامله ده .

دامریکا دغو اوولسو(۱۷) جاسوسۍ ادارو دپاکستان په اړه  په خپل راپور کښې ویلی دی چې دغه هیواد به د خپلو نویو اټومی وسلو د وسونو نندرې ته په وړاندې کولو ، له وسله والو ترهګرو ډلو سره داړیکو دساتلو او د ترهګرۍ ضد ملګرتیا د محدودولو او چین ته په ځان نږدې کولو سره دامریکا ګټو ته ګواښ کولو ته دوام ورکړی .

دامریکا دغه اوولسو(۱۷)جاسوسۍ ادارو په دغه راپور کښې  ادعا کړی ده چې په پاکستان کښې دیره وسله والې ډلې به په دغه هیواد کښې له خپلو پټنځایونه ګټه پورته کړی چې دامریکا دګټو په شمول په افغانستان او هندوستان کښې حملې پلان او ترسره کړی .

دامریکا دغو استخباراتی ادارو په خپل راپور کښې ویلی دی چې د هنداو دپاکستان اړیکې او دغه راز د هند او دچین اړیکې به هماغه راز تاوتریخجنې پاتې شی .

دامریکا د اوولسو جاسوسۍ ادارو راپور احتمال ورکوی چې په افغانستان کښې به  دسیاسی بې ثباتۍ ، دطالبانو دحملو ، دحکومتی عسکرو دکمزوری  کړچار او داقتصادی او مالی مشکلاتو په وجه حالات نور هم پسې خراب شی .