دجرمنی خلک امریکا له روسیې زیاته خطرناکه ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65755-دجرمنی_خلک_امریکا_له_روسیې_زیاته_خطرناکه_ګڼی
زمونږ خبریال وایی دجرمنی ښاریز باوری دی چې د نړیوالې سولې لپاره د امریکا ګواښ په دې زمینه کښې د روسیې له ګواښ څخه ډیر زیات دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 09:09 Asia/Kabul
  • دجرمني څلور اویا(۷۴) فیصده  خلک داعش ډله او اته څلویښت(۴۸) فیصده نور بیا دشمالي کوریا اټومي کړکیچ د خپل هیواد پرضد ترټولو مهم ګواښ ګڼي .
    دجرمني څلور اویا(۷۴) فیصده خلک داعش ډله او اته څلویښت(۴۸) فیصده نور بیا دشمالي کوریا اټومي کړکیچ د خپل هیواد پرضد ترټولو مهم ګواښ ګڼي .

زمونږ خبریال وایی دجرمنی ښاریز باوری دی چې د نړیوالې سولې لپاره د امریکا ګواښ په دې زمینه کښې د روسیې له ګواښ څخه ډیر زیات دی .

د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸)میلادی کال امنیتی راپور چې په برلین کښې خپور شوی دی په ډاګه کوی  دجرمنی ښاریز ځکه  امریکا له روسیې څخه زیات د نړیوالې صولې لپاره ګواښ ګنی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واک کښې دی .

ددغه راپور پراساس دجرمنی څلور اویا(۷۴) فیصده  خلک داعش ډله او اته څلویښت(۴۸) فیصده نور بیا دشمالی کوریا اټومی کړکیچ د خپل هیواد پرضد ترټولو مهم ګواښ ګڼی .

دجرمنی اوه دیرش(۳۷) فیصده نور خلک بیا باوری دی چې د روسیې او  د اوکراین ترمینځ تاوتریخوالی د جرمنی لپاره ترټولو ستر ګواښ دی .

د جرمنی د لوړ مدیریت او د ستراتژیک مرکز  څیړاند رناتا کوچر (Renata Koecher) د نظر سنجیو پایلو ته په اشارې سره امریکا ته دجرمنی د خلکو منفی کتنه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو له کبله وبلله او ویې ویل په تیر یوه نیم کال کښې دامریکا مقام او حیثیت ډیر غورځیدلی دی .