چین دامریکا دجنګۍ بیړۍ په شتون اندیښنه وښودله
-
چین ځان د جنوبي سمندر دنوي(۹۰) فیصده برخې مالک ګڼي خو ځینې هیوادونه د دغه سمندر دیوې برخې د مالکیت ادعا کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د چین د باندنیو چارو د وزارت ویندوی ګینګ شوانګ (Geng Shuang) وویل د چین په جنوبی سمندر کښې دامریکا دجنګی بیړۍ دیره کیدل ددې ښودنه کوی چې واشنګټن پیکینګ له مشکل سره د مخامخ کولو کوشش کوی .
هغه د چین په جنوبی سمندر کښې د امریکا د جنګی بیړۍ په شتون نیوکې سره د واشنګټن خوځښتونه شرمونکی وبلل او ویې ویل امریکا حق نلری د چین د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ دحق خلاف ورزۍ وکړی .
دچین خارجه وزارت دغه راز په دې خبرې سره چې امریکا چټی هڅه کوی پیکینګ یو(۱) ګواښ وښیی ټینګار وکړ دچین جنوبی سمندر ارام دی خو امریکا غواړی دغه سمندر ناکراره وښیی .
امریکا په تیرې یکشنبې ورځ په یوه(۱) لمسونکی اقدام کښې دچین جنوبی سمندر ته نږدې یوې(۱) لانجمنې جزیرې ته نږدې جنګی بیړۍ بوتلله او دغه اقدام یې دسیمې په اوبو کښې د کشتیو د ازادۍ نښه وبلله .
واک ته دامریکا د ولسمشر ټرمپ له رسیدا راهسې دا دوهم(۲) ځل دی چې دامریکا جنګی بیړۍ دچین په جنوبی سمندر کښې د لانجې وړ جزیرو ته نږدې تیریږی .
چین ځان د جنوبی سمندر دنوی(۹۰) فیصده برخې مالک ګڼی خو د فیلپین، مالیزیا ، برونایی او د ویټنام په شمول ځینې هیوادونه د دغه سمندر دیوې برخې د مالکیت ادعا کوی .