مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65765-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی تر دی سر ټکی لاندی؛ چی« رکس ټیلرسن  په سوریه کی د امریکی او ترکیې هدفونه ګډ وبلل » د محمد رضا ستاری په قلم یو تحلیلی راپور لیکل شوی، چی ځینی برخی یی را اخلو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 10:59 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی تر دی سر ټکی لاندی؛ چی« رکس ټیلرسن  په سوریه کی د امریکی او ترکیې هدفونه ګډ وبلل » د محمد رضا ستاری په قلم یو تحلیلی راپور لیکل شوی، چی ځینی برخی یی را اخلو.

د امریکی خارجه وزیر«رکس ټیلرسن» د تیری اونۍ په وروستیو کی، ترکیی ته په سفر کی؛ په دی په ټینګار سره چی انقره؛ له داعش سره په مبارزه کی د امریکی له جدی متحدینو څخه ده؛ د ترکیې له مقامونو وغوښتل، چی د سوریی په شمال کی د خپلو اقداماتو په هکله زغم او حوصله ولری.

د امریکی خارجه وزیر همداراز د زیتون څانګې د عملیاتو د بلې مرحلې په توګه، منبج ته د ننوتلو لپاره، د ترکانو د مانورې په باره کی وویل: موږ باید پدی ستراتژیک ښار کی له ترکیې سره همکاری وکړو، ترڅو دغه سیمه هم د ترهه ګرو له شتون څخه پاکه شی.

د زیاترو څیړاندو له قوله؛ د سوریی په شمال کی په عفرین د ترکیې حمله، د امریکی او سوریی له شین څراغ سره مل وه. د خلق مدافع یونیټونه( YPG) له دې وړاندی له داعش سره په جګړه کی د امریکی او روسیې تر جدی ملاتړ لاندی ؤو؛ خو د زیتون څانګی د عملیانو له پیلیدو سره په یو وخت، دغو دؤو هیوادونو د عفرین له ښار څخه خپل عملیاتی یونیټونه و ایستل، تر څو د خلق دفاع کونکی یونیټونه، له نړیوال ملاتړ څخه په بی برخی کیدو سره، د ترکیی د پوځ په وړاندی یواځی پاتی شی.

*******

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی لیکلی دی:« ایران؛ د عربستان

د خارجه وزیر ویناؤو ته عکس العمل وښود»

د ایران د خارجه وزارت ویاند«بهرام قاسمی»، د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په عکس العمل کی وویل: عادل الجبیر، هیر کړئ دئ چی نشی کولای او باید د عراق د دولت او خلګو پرځای خبری ونه کړی. بهرامی قاسمی زیاته کړه: د عراق دولت او ملت، او نور ځیرک او په واقعیتونو پوه هیوادونه، تل  په سیمه او عراق کی د تکفیری ټروریزم په خلاف مبارزه کی، د ایران په برخلیک ټاکونکی او ثبات راوړونکی رول اقرار کوی، او د عادل الجبیر ادعا دا اعتبار او اهمیت نه لری، چی یو ځلې بیا ورته ځواب ورکړ شی.

د ویلو وړ ده، چی عادل الجبیر په کویټ کی د عراق د بیا جوړونی په نړیوال کنفرانس کی، ادعا کړې وه چی د ایران دخالتونه؛ د عراق یو والئ، آرامتیا او ثبات په خطر کی اچوی.

*******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د هند د حیدر آباد په «مکه مسجد» کی د جمعی لمانځه په غونډه کی د ایران د اسلامی جمهوریت د ؤلس مشر ویناوې چاپ شوی دی؛ چی ځینی برخی

یی په دی ډول دی: د مسلمانانو د ژغورنې لار دا ده، چی ټول اسلامی مذهبونه په رسمیت وپیژنی. د ایران ؤلس مشر پرون د هند د حیدر آباد په«مکه مسجد» کی د لمونځ کونکو په غونډه کی، پدی په ټینګار سره چی په ټوله دنیا کی د نړۍ د ټولو مسلمانانو د وحدت او اتحاد له رښتنی کیدو پرته بله لاره نشته؛ وویل: که مسلمانان سره یو موټی او یولاس وؤ، د امریکی ؤلس مشر جرأت نشوای کولای؛ بیت المقدس د صهیونیسټی نیواکګر رژیم د پایتخت په توګه اعلان کړی، او که موږ سره متحد وای؛ صهیونیسټی نیواکګر رژیم جرأت نشوای کولای دفلسطینی ؤلس په حقوقو تیرئ وکړی.

حجت الاسلام والمسلمین، ډاکتر حسن روحانی، همداراز څرګنده کړه: موږ مسلمانان د هرې اونۍ د جمعې په ورځ؛ د جمعې لمونځ ادا کوؤ، د جمعې لمونځ د ټولو مسلمانانو ترمنځ د وحدت او اتحاد لمونځ دئ.

******** 

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو؛ چی د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله یی څه ډول لیکنی کړی دی:

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو د سولې مشروط وړاندیز ته د امریکا او ناټو غبرګون او د بریښنایی پېژند پاڼو د وېش د بهیر پیل په اړه هم بحثونه کړی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې اوس اوس طالبانو د امریکا ولس، کانګرس او حکومت ته په یو سرخلاصی لیک کې وړاندیز وکړ چې دوی د سولې خبرو ته چمتو دی، خو په دی شرط چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسی.

ورځپاڼه لیکی چې امریکا او ناټو بیا دا وړاندیز رد کړی او ویلی دی، که طالبان په رښتیا هم سوله غواړی، نو د خبرو مېز ته دی حاضر شی، کنه نو له منځه به یوړل شی.

ورځپاڼې په ورته وخت کې په یو جلا مطلب کې د ناټو د لوی منشی د وینا دا برخه راخیستې چې ویلی دی، د افغانستان جګړه پوځی حل لاره نه لری.

ملی ارمان:

ملی آرمان ورځپاڼې لیکلی دی چې طالبانو د امریکا ولس او دولتی بنسټونو ته په خپل لیک کې ویلی دی چې فرصت لا شته او دوی حاضر دی چې روانه ستونزه د سالم سیاست او خبرو اترو له لاری حل کړی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې طالبانو په خپل لیک کې دا هم ویلی دی چې ځینو هېوادونو له دوی سره د تفاهم هڅې پیل کړی دی، خو په لیک کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی.

خو ورځپاڼه لیکی چې په افغانستان کې مېشت امریکایی جنرالانو دا باور څرګند کړی دی چې د ډونالډ ټرمپ ستراتیژی به په افغانستان کې موجوده پوځی ګنګ حالت له منځه یوسی او طالبان به مجبوره کړی چې د خبرو مېز ته راشی.

هېواد: هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د طالبانو د وړاندیز په غبرګون کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوله لیکلی دی چې طالبان د سولې له پاره ښه نیت نه لری او په کابل کې وروستۍ خونړۍ حملې د دی ډلې نیت او چلند په ښه توګه څرګندوی.

ورځپاڼې د طالبانو لیک ته په اشارې ویلی دی چې دوی په خپل لیک کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو یادونه کړې او د انجونو د تعلیم په ګډون په لیک کې د زده کړو ملاتړ شوی دی، خو ورځپاڼه لیکی چې په لیک کې ظاهراً د واک ویش رد شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې امریکا له دې مخکې ویلی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوی، خو وسله وال طالبان ظاهراً تراوسه دې ته حاضر نه دی چې له افغان حکومت سره خبری وکړی.

د بریښنایی پېژند پاڼو د وېش د بهیر پیل هم د کابل چاپ ورځپاڼو پام ځان ته اړولی او د دې بهیر د پیل په اړه یې د بېلابېلو اړخونو نظرونه راخیستی دی.

سرخط: سرخط ورځپاڼې د بریښنایی پېژند پاڼو د وېش د بهیر له پیل سره د ځینو کړیو مخالفت ته په اشارې لیکلی دی چې د کومو مسایلو پر سر چې دا بهیر له تېرو دریو کلونو راهیسې ځنډول شوی وو، هغه حل شوی دی، د قومونو نومونه په پیژند پاڼو کې لیکل کېږی.

ورځپاڼې لیکلی دی، کومو ډلو چې د قوم د نوم د نه موجودیت په خاطر یې دا بهیر له ځنډ سره مخ کړی وو، اوس وایی چې نه غواړی د قوم نوم په پیژند پاڼه کې ولیکلی شی چې د ورځپاڼې په وینا دا کار په خلکو ملنډی وهل دی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې په موجوده حالاتو کې برښنایی پېژند پاڼې زیاتی ګټې لری او پکار ده چې د دغه بهیر په وړاندې د خنډ د رامنځته کولو پر ځای د هغې په پلې کولو کې همکاری وشی.

افغانستان ما:

افغانستان ما ورځپاڼې بیا د بریښنایی پیژند پاڼو د وېش پر وړاندې د اجرائیه ریاست مخالفت ته په اشارې لیکلی دی چې ډاکټر عبدالله د دی بهیر د ځنډ غوښتنه کوی او وایی چې په دې اړه باید ملی اجماع رامنځته شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د ډاکټر عبدالله په ګډون یو شمیر سیاستوال په پیژند پاڼو کې د قوم د نوم د لیکلو غوښتونکی وو خو اوس یې په دریځ کې بدلون راغلی دی.

ورځپاڼې ددی بهیر په اړه موجوده ستونزو ته په اشاری هم د آرګ ماڼې دریځ پر ځای بللی او هم د ملی اجماع د رامنځته کولو له پاره د اجراییه ریاست دریځ.

ورځپاڼې د دغه بهیر د پیل په اړه د حکومت پریکړی ته په اشارې لیکلی دی چې دغه پیل باید په نیک فال ونیول شی، خو ملی اجماع هم له پامه و نه غورځولی شی.