ایران او هندوستان دملګرتیا سندونه لاسلیک کړل
-
دملګرتیا دغه سندونه او تړونونه نن ددواړو هیوادونو دلوړرتبه چارواکو لخوا لاسلیک شول .
زمونږخبریال وایی دایران اسلامی جمهوریت او هندوستان د ګډو اړیکو د سویې دپیاوړتیا لپاره دملګرتیا پینځلس(۱۵) سندونه او تړونونه لاسلیک کړل .
دملګرتیا دغه سندونه او تړونونه نن په نوی ډیلی کښې دایران د ولسمشر حسن روحانی او د هند دلومړی وزیر ناریندرا مودی په شتون سره ددواړو هیوادونو دلوړرتبه چارواکو لخوا لاسلیک شول .
د دوه چنده مالیاتو له اخیستلو څخه دډده کولو موافقه ، د سیاسی ویزو د لغوه کولو تړون ، د کرهڼې په برخه کښې د ملګرتیا د تفاهم لیک لاسلیک کول د اینټی ډمپینګ په حوزې کښې د ملګرتیا تړون ، د چابهار بندر د لومړی فاز د موقته مدیریت تفاهم لیک ، دایران او دهندوستان د پوسټ د ادارې ترمینځ ملګرتیا او د ایران داو دهند د ښځو دچارو دوزارت ترمینځ ملګرتیا دتهران او دنوی ډیلی ترمینځ په لاسلیک شویو تفاهمونو کښې راځی .
ایران او هند دغه راز د مجرمانو دسپارلو ، په مدنی او تجارتی چارو کښې د قضایی ملګرتیا ، د روغتیایې، درملنې ، او ددرملو د ملګرتیاو او د هندوستان د دودیز طب وزارت او د ایران دروغتیا وزارت ترمینځ د دودیز طب په حوزې کښې هم یوشمیر تفاهم لیکونه لاسلیک کړل .
د الیکټرونیک ویزو دصادرولو تفاهم لیک ، له فیکی(FICCI) تجارتی کوټې سره د ایران دسوداګرۍ د کوټې دملګرتیا تفاهم ، د اسوچم(ASSHOCHAM) سوداګرۍ کوټې سره د ایران د سوداګرۍ دکوټې دملګرتیا تفاهم لیک او د پی ایچ ډی(PHD CHAMBER) له سوداګرۍ کوټې سره د ایران د سوداګرۍ دکوټې د تفاهم لیک هم د دواړو هیوادونو دلوړرتبه چارواکو ترمینځ لاسلیک شوی نور سندونه دی .