ایران او هندوستان دملګرتیا سندونه لاسلیک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65775-ایران_او_هندوستان_دملګرتیا_سندونه_لاسلیک_کړل
زمونږخبریال وایی دایران اسلامی جمهوریت او هندوستان د ګډو اړیکو د سویې دپیاوړتیا لپاره دملګرتیا پینځلس(۱۵) سندونه او تړونونه لاسلیک کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 11:31 Asia/Kabul
  • دملګرتیا دغه سندونه او تړونونه نن ددواړو هیوادونو دلوړرتبه چارواکو لخوا لاسلیک شول .
    دملګرتیا دغه سندونه او تړونونه نن ددواړو هیوادونو دلوړرتبه چارواکو لخوا لاسلیک شول .

زمونږخبریال وایی دایران اسلامی جمهوریت او هندوستان د ګډو اړیکو د سویې دپیاوړتیا لپاره دملګرتیا پینځلس(۱۵) سندونه او تړونونه لاسلیک کړل .

دملګرتیا دغه سندونه او تړونونه نن په نوی ډیلی کښې دایران د ولسمشر حسن روحانی او د هند دلومړی وزیر ناریندرا مودی په شتون سره ددواړو هیوادونو دلوړرتبه چارواکو لخوا لاسلیک شول .

د دوه چنده مالیاتو له اخیستلو څخه دډده کولو موافقه ، د سیاسی ویزو د لغوه کولو تړون ، د کرهڼې په برخه کښې د ملګرتیا د تفاهم لیک لاسلیک کول د اینټی ډمپینګ په حوزې کښې د ملګرتیا تړون ، د چابهار  بندر د لومړی فاز د موقته مدیریت تفاهم لیک ، دایران او دهندوستان د پوسټ د ادارې ترمینځ ملګرتیا او د ایران داو دهند د ښځو دچارو دوزارت ترمینځ ملګرتیا دتهران او دنوی ډیلی ترمینځ په لاسلیک شویو تفاهمونو کښې راځی .

ایران او هند دغه راز د مجرمانو دسپارلو ، په مدنی او تجارتی چارو کښې د قضایی ملګرتیا ، د روغتیایې، درملنې ، او ددرملو د ملګرتیاو او د هندوستان د دودیز طب وزارت او د ایران دروغتیا وزارت ترمینځ د دودیز طب په حوزې کښې هم یوشمیر تفاهم لیکونه لاسلیک کړل .

د الیکټرونیک ویزو دصادرولو تفاهم لیک ، له فیکی(FICCI) تجارتی کوټې سره د ایران دسوداګرۍ د کوټې دملګرتیا تفاهم ، د اسوچم(ASSHOCHAM) سوداګرۍ کوټې سره د ایران د سوداګرۍ دکوټې دملګرتیا تفاهم لیک او د پی ایچ ډی(PHD CHAMBER) له سوداګرۍ کوټې سره د ایران د سوداګرۍ دکوټې د تفاهم لیک هم د دواړو هیوادونو  دلوړرتبه چارواکو ترمینځ لاسلیک شوی نور سندونه دی .