امریکا او فرانسې دتوغندوی پروګرام پرضد موافقه وکړه
-
دداعش او د القاعده په شان ترهګرۍ ډلې په خپله امریکا دنورو عربو هیوادونو په مرستې سره جوړې کړي دي .
زمونږخبریال وایی د امریکا ددفاع وزارت پینټاګان لوړرتبه ویندویې میرمن ډانا وایټ(Dana White) دیوې(۱) بیانیې په خپرولوسره وویل د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس او دفرانسې دفاع وزیر فلورانس پارلی د میونیخ دامنیتی غونډې په څنګ کښې دایران د بلاستیک توغندیو د پروګرام پرضد د پیاوړی دریځ دغوره کولو د ضرورت په اړه موافقه وکړه .
هغې په دغه بیانیې کښې ادعا وکړه ایران بلاسټیک توغندی د ترهګرو او وسله والو کسانو لپاره جوړوی او د امریکا او دفرانسې دفاع وزیرانو هم دایران له دغه اقدام سره د مقابلې لپاره موافقه وکړه .
دامریکا چارواکی په داسې حال کښې له ترهګرو د ایران دملاتړ ادعا کوی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شمول ددغه هیواد ځینې رسمې چارواکی او پخوانۍ خارجه وزیره هیلاری کلینټن په رسمی ډوال اعتراف کوی چې دداعش او د القاعده په شان ترهګرۍ ډلې په خپله امریکا دنورو عربو هیوادونو په مرستې سره جوړې کړی دی .