دایران دبندیزونو ځنډیدل له توغندوی پروګرام سره مشروط دی
-
ټاکل شوي ده چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان میلادي کال د مي دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه بیا د ایران د بندیزونو د ځنډیدا دتمدیدا په اړه فیصله وکړي .
فارس خبری اژانس راپور راکړی د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مرستیال جان سالیوان (John Sullivan)دایران پرضد د بندیزونو د ځنډولو دوام ته د ولسمشر راضی کیدل د اروپایی هیوادونو د مرکچیانو له لورې د ایران دتوغندیو د مسلې له حل سره مشروطه کړل .
جان سالیوان(John Sullivan) له اټومی موافقې د امریکا د وتلو د احتمال په اړه د اروپایی متحدانو د اندیښنې دکمولو دڅرنګوالی په باب هم وویل واشنګټن خپلو اروپایی متحدانو ته وړاندیز کړی دی چې دایران د بلاسټیک توغندیو بحث د روان میلادی کال د راتلونکی می(May) میاشتې له دولسمې (۱۲)نیټې مخکې له ایران سره مطرح کړی چې په دې ډول اټومی موافقه وساتل شی او ددغه تړون دوسلو د کنټرول نیمکړتیاوې هم حل شی .
دامریکا د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال جان سالیوان(John Sullivan) په صراحت سره دامریکا د سرحدونو دننه د اټومی موافقې دوام د توغندویو محدودیتونو منلو ته دایران له مجبورولو سره اړونده وباله او ادعا یې وکړه اروپایی هیوادونه د لویدیځ د توغندوی اندیښنو د ختمولو د څرنګوالی په اړه له تهران سره خبرې لری او امریکا هم په راتلونکی کښې دایران له خبرو سره یوځاې کیږی .
جان سالیوان(John Sullivan) او دامریکا او د اروپا یو شمیر نور چارواکی په داسې حال کښې د ایران دتوغندوی پروګرام په اړه د بیا مذاکراتو خبره کوی چې واشنګټن په کارړنګونو او د نورو بندیزونو داجرا په دوام سره عملا اټومی تړون نه اجرا کوی .
ټاکل شوی ده چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان میلادی کال د می دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه بیا د ایران د بندیزونو د ځنډیدا دتمدیدا په اړه فیصله وکړی .