دایران دبندیزونو ځنډیدل له توغندوی پروګرام سره مشروط دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65823-دایران_دبندیزونو_ځنډیدل_له_توغندوی_پروګرام_سره_مشروط_دی
فارس خبری اژانس راپور راکړی د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مرستیال جان سالیوان (John Sullivan)دایران پرضد د بندیزونو د ځنډولو دوام ته د ولسمشر راضی کیدل د اروپایی هیوادونو د مرکچیانو له لورې د ایران دتوغندیو د مسلې له حل سره مشروطه کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2018 02:38 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان میلادي کال د مي دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه بیا د ایران د بندیزونو د ځنډیدا دتمدیدا په اړه فیصله وکړي .
    ټاکل شوي ده چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان میلادي کال د مي دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه بیا د ایران د بندیزونو د ځنډیدا دتمدیدا په اړه فیصله وکړي .

فارس خبری اژانس راپور راکړی د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مرستیال جان سالیوان (John Sullivan)دایران پرضد د بندیزونو د ځنډولو دوام ته د ولسمشر راضی کیدل د اروپایی هیوادونو د مرکچیانو له لورې د ایران دتوغندیو د مسلې له حل سره مشروطه کړل .

جان سالیوان(John Sullivan) له اټومی موافقې د امریکا د وتلو د احتمال په اړه د اروپایی متحدانو د اندیښنې دکمولو دڅرنګوالی په باب هم وویل واشنګټن خپلو اروپایی متحدانو ته وړاندیز کړی دی چې دایران د بلاسټیک توغندیو بحث د روان میلادی کال د راتلونکی می(May) میاشتې  له دولسمې (۱۲)نیټې مخکې له ایران سره مطرح کړی چې په دې ډول اټومی موافقه وساتل شی او ددغه تړون دوسلو د کنټرول نیمکړتیاوې هم  حل شی .

دامریکا د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال جان سالیوان(John Sullivan) په صراحت سره دامریکا د سرحدونو دننه د اټومی موافقې دوام د توغندویو محدودیتونو منلو ته دایران له مجبورولو سره اړونده وباله او ادعا یې وکړه اروپایی هیوادونه د لویدیځ د توغندوی اندیښنو د ختمولو د څرنګوالی په اړه له تهران سره خبرې لری او امریکا هم په راتلونکی کښې دایران له خبرو سره یوځاې کیږی .

جان سالیوان(John Sullivan) او دامریکا او د اروپا یو شمیر نور چارواکی په داسې حال کښې د ایران دتوغندوی پروګرام په اړه د بیا مذاکراتو خبره کوی چې واشنګټن په کارړنګونو او د نورو بندیزونو  داجرا په دوام سره عملا اټومی تړون نه اجرا کوی .

ټاکل شوی ده چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان میلادی کال د می دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه بیا د ایران د بندیزونو د ځنډیدا دتمدیدا په اړه فیصله وکړی .