امریکا باید دساړه جنګ ذهنیت پاې ته ورسوی
-
پیکینګ هیله من دی واشنګټن د ملګرتیا او دصلحې لپاره له چین او نورو هیوادونو سره یوځاې حرکت وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د چین دباندنیو چارو دوزارت ویندوی ګینګ شوانګ (Geng Shuang) دامریکا په چارواکو غږ وکړ له نورو هیوادونو سره دساړه جنګ(Cold War) ذهنیت څنګ ته کړی او په اټومی بې وسلې کیدا کښې په خپل مسولیت عمل وکړی
ګینګ شوانګ (Geng Shuang)دې ته په اشارې سره چې د سپینې ماڼۍ چارواکی له مبالغې په ډک ډول دامریکا پرضد د نړۍ دځینو هیوادونو لخوا د ناامنۍ ادعا مطرح کوی وویل واشنګټن له دې له دې لارې د نورو هیوادونو امنیت له خطر سره مخ کړی دی .
په تیرو څو ورځو کښې دامریکا چارواکو په یو لړ څرګندونو کښې چین د امریکا لپاره دیوه(۱) ګواښ په توګه بللی داپه داسې حال کښې دی چې پیکینګ هیله من دی واشنګټن د ملګرتیا او دصلحې لپاره له چین او نورو هیوادونو سره یوځاې حرکت وکړی .
د امریکا په نوی اټومی ستراتیژۍ کښې هم ویل شوی دی چې روسیه او چین په چټکۍ سره د خپل اټومی توان دنوی کولو په حال کښې دی .
له دې مخکې هم دچین چارواکو د امریکا له نوی اټومی ستراتیژۍ سره چې چین یې اټومی ګواښ بللی وو مخالفت کړی وو .