مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی په یو سرلیک کی لیکل شوی دی:« د سوریی د عفرین په یو کلی د ترکیې پوځ د کیمیایی حملی په باره کی راپورونه»
د سوریی کرد وسله والو ځواکونو، او د سوریی مخالفانو یوې څارونکې ډلې اعلان وکړ؛ د ترکیې پوځ د سوریې په عفرین سیمه کی یوه کیمیایی حمله سرته رسولې ده، چی د لږ تر لږه شپږو کسانو د مسموم کیدو او صدمی سبب شوې.
د رویټرز خبری آژانس د راپور په اساس، د ترکیې پوځ تر اوسه پوری د دغه راپور په باره کی عکس العمل نه دئ ښودلئ، خو له دې وړاندی یی د سوریی په عفرین کی د خپلو عملیاتو په ترځ کی په غیر پوځیانو هر ډول حمله رد کړې وه.
د سوریی د بشری حقوقو څارونکې ډلې هم رویټرز ته وویل: د ترکیې ځواکونو او په سوریه کی د هغوی وسله والو پلویانو، په یو کلی کیمیایی حمله کړې ده.
د سوریی دولتی خبری آژانس«سانا» هم، د عفرین په یو روغتون کی د یو ډاکتر له قوله راپور ورکړ: د دغه کلی په خلاف د ترکیې حمله، د شپږو تنو د سادوبۍ سبب شوه.
********
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په یو راپور کی لیکلی دی:« د پاکستان سنت او ملی پارلمان، عربستان ته د پوځی ځواکونو له لیژلو سره مخالفت وکړ»
سعودی عربستان ته د پاکستان پوځ د تازه دمه ځواکونو له لیژلو سره په یو وخت، د یاد هیواد ملی پارلمان او سنټ په دغې موضوع
اعتراض وکړ، او پدې زمینه کی یی د دفاع وزیر او د خارجه
وزارت د توضیحاتو د ورکولو غوښتونکی شول. په همدی اړه د پاکستان د سنټ مشر« رضا ربانی »، د یاد هیواد دفاع وزیر« خرم دستګیر خان» دغې جرګې ته ورغوښتی، ترڅو عربستان ته د پوځی ځواکونو د لیژلو په هکله ځواب ورکړی.
د پاکستان د ملی پارلمان مشر« ایاز صادق » هم، خارجه وزارت ته د لیک په لیژلو سره، عربستان ته د ځواکونو د لیژلو په باره کی د توضیح ورکولو غوښتنه وکړه.
******
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی د پنتاګون په حواله لیکل شوی دی:« د ټرمپ نوې ستراتژۍ، په افغانستان کی د امنیت په پرمختګ هیڅ اغیزه نه ده لرلې»
د امریکی دفاع وزارت اعلان وکړ: په افغانستان کی د امریکی تر ملاتړ لاندی ځواکونو د لاسته راوړنو په هکله، د متحده ایالتونو د مقامونو د څرګندونو سره سره، د ټرمپ نوې امنیتی ستراتژۍ؛ پدی هیواد کی د امنیت په پرمختګ، هیڅ د پام وړ اغیزه نه ده لرلې.
د پنتاګون سر مفتش«ګلن فاین» په یو راپور کی ولیکل: د افغانستان لپاره د امریکی د نوې ستراتژۍ له اعلان څخه د ۷ ؤ میاشتو له تیریدو سره سره، د یاد هیواد په امنیتی شرایطو کی هیڅ پرمختګ نه دئ رامنځته شوئ.
په یو بل بدلون کی، د لاهه نړیوالی محکمی، په افغانستان کی د جنګی جرمونو په باره کی د یو میلیون او ۱۷۰ شکایتونو د وړاندی کیدو خبر ورکړ، او ویی ویل: دغه شکایتونه د طالبانو؛ داعش؛ افغان امنیتی ځواکونو؛ په دولت پوری د پیلو مشرانو؛ د امریکی تر امر لاندی ائتلاف او د بهرنیو او داخلی استخباراتی سازمانونو له خوا، د احتمالی جنایتونو په هکله دی.
د یو بل خبر له مخې؛ د افغانستان ؤلس مشر«اشرف غنی»، په راتلونکو دؤو کلونو کی له پاکستان څخه د ټولو افغان مهاجرینو د ستنولو لپاره، د ملی وحدت د دولت د پلان سنجونی خبر ورکړ.
*******
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی لولو:« نړیوال سیاست دی خجالت وباسی»
د فرانسی د«بی؛اف؛ام» ټلویزونی شبکې وویل: د یمن جنګ؛ او
د یاد هیواد د خلګو وژلې، ثابته کړه چی د نړۍ په اوسنی سیاست کی اخلاق څنګه ایښودل شوئ دئ. دغې ټلویزونی شبکې، د خپلی سهارنۍ تبصرې په پروګرام کی، د سعودی ځواکونو په عملیاتو کی د یمن د غیر پوځیانو د وژلو، او همداراز پدغو عملیاتو کی له ریاض څخه د لویدیځ د هر اړخیزو ملاتړونو په څیړلو لاس پوری کړ.
پدی پروګرام کی د«بی.اف.ام» شبکې څیړاندی ټینګار وکړ: د سعودی عربستان ځواکونو، په یمن کی پخپلو پوځی عملیاتو کی، تر اوسه پوری د یاد هیواد ۳۰ زره عادی خلګ عام قتل کړی دی، د دی ټولو سره سره؛ موږ( فرانسی او لویدیځو هیوادونو )، نه یواځی هیڅ ډول عکس العمل د دغو عملیاتو په وړاندی نه دئ لرلئ، بلکه له عربستان څخه مو ملاتړ کړئ دئ. دغه څیړاندی زیاته کړه: اروپائیانو؛ پر دغې وژلی او عام قتل، چی هره ورځ په یمن کی د سعودی عربستان د ځواکونو له خوا بڼه نیسی؛ خپلی سترګی تړلی دی. یوه داشان مسئله ښیې؛ چی اخلاق د نړۍ د سیاسی جغرافیا له حوزې څخه، لیری کړای شوئ دئ.
نوموړی څیړاندی؛ همداراز زیاته کړه: سعودی ځواکونه؛ په هغو جنګی سامانونو سره چی له موږ څخه اخلی، په یمن حمله کوی
او موږ له عربستان څخه په پوځی او اقتصادی ملاتړ لاس پوری کړی یو.
******
اوس د کابل چاپ ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له افغانستانه د پخوانی شوروی اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۹مې کلیزې په مناسبت په پرونی غونډه کې د افغان چارواکو خبرو ته پام اړولی دی.
ملی ارمان
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی دی.
ورځپاڼه لیکی، ولسمشر غنی او عبدالله عبدالله په کنایه کې د یو بل پر وړاندې اعتراضیه څرګندونې وکړې.
په مطلب کې راغلی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د برېښنایی تذکرو د ویش موضوع ته په اشارې سره وویل، افغانستان په حساس وضعیت کې دی او باید د دغه هېواد زمامداران دا هڅه ونه کړی چې له یو بحرانه د بل په لور ولاړ شی.
خو د مطلب د لیکونکی په باور د ولسمشر غنی ځواب بیا ورته دا وو چې زمان دریدلی نه شی او که افغانستان غواړی مخته ولاړ شی او وغواړو د خلکو ستونزې هوارې کړو باید تصمیم ونیسو.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دغه غونډه کې د ولسمشر غنی دا خبرې راخېستی، چې د افغانستان اساسی قانون هر څه واضح کړی او له مخې به یې وړاندې ځی.
په سر مقاله راغلی چې نوموړی یو شمېر سیاسی ستونزو ته په اشارې سره وویل چې د زغم سیاست یې خپل کړی او کوښښ کوی هېواد د پرمختګ په لور بوځی.
خو د سرمقالې لیکونکی په باور، ولسمشر غنی د اساسی قانون پر اساس د پرېکړو کولو خبره داسې مهال کوی چې د افغانستان نظام له پښو تر سره په بې قانونۍ او فرا قانونۍ کې ډوب دی.
په سرمقاله کې په چارواکو غږ شوی چې د ملت د باور خپلولو په خاطر د خپلو خلکو تر څنګ ودرېږی، که نه نو وضعیت به لا پسې خراب شی.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې په یاده غونډه کې د یو شمېر افغان چارواکو او جهادی مشرانو خبرې راخېستی دی.
هېواد لیکلی، په دغه غونډه کې د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار هم خبرې وکړې، او ویې ویل چې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره باید مخالفینو ته خپل غېږه پرانېزو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې یوه پایه داره سوله ممکنه ده.
په مطلب کې راغلی، حکمتیار وویل چې له مخالفینو یې هدف هغه کسان دی چې له جنګه ستړی شوی دی، نه هغه کسان چې له بهره ګمارل شوی او پر جنګ ټینګار کوی.