په آ سیاکې دچین او روسیې قدرتمنیدا دامریکااندیښنې زیاتې کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65855-په_آ_سیاکې_دچین_او_روسیې_قدرتمنیدا_دامریکااندیښنې_زیاتې_کړی_دی
په دغه راپور کې همداراز د افغانستان دحالاتوپه باب هم راغلی دی،دامریکا اطلاعاتی ټولنې تمه لری ،دافغانستان کلی وضعیّت په روان کال کې د د دوامدارو سیاسی بې ثباتیو،دوسلوالو مخالفانو په تیره بیا د طالبانو دحملو او دملی امنیت دځواک د کم کړچار او سختو مالی کمښتونو په سبب،لاترینګلی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2018 11:39 Asia/Kabul
  • په آ سیاکې دچین او روسیې قدرتمنیدا دامریکااندیښنې زیاتې کړی دی

په دغه راپور کې همداراز د افغانستان دحالاتوپه باب هم راغلی دی،دامریکا اطلاعاتی ټولنې تمه لری ،دافغانستان کلی وضعیّت په روان کال کې د د دوامدارو سیاسی بې ثباتیو،دوسلوالو مخالفانو په تیره بیا د طالبانو دحملو او دملی امنیت دځواک د کم کړچار او سختو مالی کمښتونو په سبب،لاترینګلی شی .

دپاکستان ډان   انټرنیټی سایټ  راپورو ورکړی،دامریکا  دسی آئی اې پشمول  اولسو استخباراتی ادارو دامریکاکانګرس ته په یوه راپورکې خبرداری ورکړی،چې  پاکستان  دامریکا دنفوذ له سلطې  په سوکه  سوکه وتلوسره  په ۲۰۱۹ کال کې د چین د نفوذ په حوزې کې  ورځی .

په دغه راپور کې  دپاکستان د ایټمی  او توغندوی توان دزیاتیدا په باب  هم راغلی دی ،  دغه هیواد د ایټمی  جنګی آوزارونو  جوړولو،د  لرواټنه بالیسټیک توغندیو، هوائی او سمندری کروز توغندیو  او لنډ واټنه   تاکتیکی توغندیو د نوو نمونو پراختیا ته دوام ورکوی .

 دامریکا داطلاعاتی   اورګانونو د شورا په دغه راپو ر کې   دهند اوپاکستان  داړیکو د  ترینګلتیاؤ   پر دوام  په ټینګار سره  په پوځی کنټرول شوی  کرښې کې  د تاؤتریخوالی  یا  دنښتې د  خطرې  د دوام په نسبت  خبرداری ورکړی دی . 

 په دغه راپور کې  همداراز د افغانستان دحالاتوپه باب هم راغلی دی،دامریکا اطلاعاتی ټولنې تمه  لری ،دافغانستان کلی وضعیّت  په روان  کال کې  د   د دوامدارو سیاسی بې ثباتیو،دوسلوالو مخالفانو په تیره بیا د طالبانو دحملو  او  دملی امنیت دځواک د کم  کړچار او سختو مالی کمښتونو  په سبب،لاترینګلی  شی .

 دامریکا  د اولسو امنیتی ادارو په دغه راپور کې  د د واشنګټن د ګټو په ضد  او په سیمې کې د  پاکستان ،چین  او روسیې  په څیر  دځینو هیوادونو  دګواښ په نسبت  سخت خبرداری ورکړل شوی دی .