په لویدیځې اسیا کښې مقاومت سیسټاماټیک شوی
-
یوازنی عامل چې په وسیله یې د امریکا په مقابل کښې دریدلی شو مقاومت دی .
زمونږ خبریال وایی دایران د اسلامی انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د ولی فقیه استازی حجت الاسلام و المسلمین علی سعیدی وویل یوازنی عامل چې په وسیله یې د امریکا په مقابل کښې دریدلی شو مقاومت دی او په مینځنی ختیځ(Middle East) کښې دغه موضوع سیسټاماټیکه شوی ده .
هغه دقدرت رامینځته کول د اسلام دین هنر وباله او ویې ویل په سیمه کښې د ایران اقتدار او د مقاومت دچورلیز بریالیتوبونه دوام لری .
علی سعیدی ډاګینه کړه د لویدیځې اسیا (West Asia OR Middle East)اوسنی حالات او بدلونونه د عراق ، سوریې او دلبنان په خلکو د انګیزې د رامینځته کیدا او دقدرت د جوړښت او د بسیجی کلتور د انتقالیدا په وجه دی .
دایران د اسلامی انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د ولی فقیه استازی حجت الاسلام و المسلمین علی سعیدی دغه راز داسلامی انقلاب بریاو ته اشاره وکړه او ویې ویل له مشکلاتو سره سره باید په تدبیر او له تاوتریخوالی پرته دایران د اسلامی د انقلاب د ډیرو بریاو په اړه حقیقتونه بیان کړو .