بریطانیه د فلسطین دخلکو دمشکلاتو مسوله ده
-
جیمز بالفور بیانیې د فلسطین دخلکو په ټاټوبي کښې د بریطانیه د ملاتړونو په سیوري کښې دصهیونیسټ جعلي رژیم د جوړیدا زمینه برابره کړه .
زمونږخبریال وایی د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس پرون د فلسطین په اړه د ملګروملتونو دامنیت شورا په غونډې کښې په دې خبرې سره چې زه هیڅکله د خبرو مخالف نه یم وویل انګلستان د جیمز بالفور په بیانیې سره دهر هغه څه مسول دی چې د فلسطین د نیواک او دخلکو د کړاو سبب شوی .
د نولس سوه اولسم(۱۹۱۷) میلادی کال د نوامبر دمیاشتې په دوهمه(۲) نیټه د انګلستان دهغه وخت د خارجه وزیر جیمز بالفور بیانیې د فلسطین دخلکو په ټاټوبی کښې د بریطانیه د ملاتړونو په سیوری کښې دصهیونیسټ جعلی رژیم د جوړیدا زمینه برابره کړه .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د فلسطین په اړه د امریکا متناقضو دریځونو ته په اشارې سره وویل معلومه نه ده چې دامریکا حکومت دیوه(۱) هیواد یا ددوو(۲) هیوادونو د حل لارې ملاتړی ده او په عین حال کښې واشنګټن په یوې (۱)فیصلې کښې چې ټولې دنیا غندلی ده قدس داسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندلی وو .
محمود عباس وویل له نولس سوه اوه اتیایم (۱۹۸۷)میلادی کال راهسې د امریکا او دفلسطین د چارواکو ترمینځ په لسګونو موافقې ، کتنې او خبرې شوی دی خو ولسی جرکه کانګرس اوس هم د فلسطین خلک ټروریسټان ګنی .
هغه دامریکا چارواکو ته په خطاب کښې وویل که چیرې تاسو دفلسطین خلک ټروریسټان ګڼئ نو له تیرو کلونو راهسې مو ولې له هغوې سره کتنې او خبرې کړی دی .؟
دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس وویل د فلسطین خلک په خپل هیواد او خاوره کښې جرړه لری او هغوې په خپل هیواد کښې ښارونه ، کورونه ، روغتونونه ، کتابتونونه او په لسګونو نورې موسسې جوړې کړی چې دغه ټول له جیمز بالفور بیانیې مخکې او وروسته شته وو خو د انګلستان حکومت دهغو ټولو مصیبتونو چې دجیمز بالفور د بیانیې له خپریدا او د فلسطین له نیواک څخه وروسته د فلسطین په خلکو راغلل مسول دی .