چین د فلسطین دخپلواکه هیواد ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65995-چین_د_فلسطین_دخپلواکه_هیواد_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دچین دائمی استازی« ماژائوشو» دامنیت شورا په غونډې کښې د فلسطین د خپلواکه هیواد له جوړیدا دخپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2018 02:05 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید د فلسطین په اړه د تصویب شویو پریکړه لیکونو داجرا اقدام وکړي .
    نړیواله ټولنه باید د فلسطین په اړه د تصویب شویو پریکړه لیکونو داجرا اقدام وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دچین دائمی استازی« ماژائوشو» دامنیت شورا په غونډې کښې د فلسطین د خپلواکه هیواد له جوړیدا دخپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ .

هغه د فلسطین د مسلې دحل لپاره دنړیوالې ټولنې په رغنده رول تینګار سره وویل چین دخپلواکه هیواد د لرلو لپاره دفلسطین دخلکو د حق ملاتړ کوی .

په ملګروملتونو کښې دچین دائمی استازی ماژائوشو په دې خبرې ټینګار سره چې قدس یوه (۱)پیچلی مسله ده وویل نړیواله ټولنه باید د فلسطین په اړه د تصویب شویو پریکړه لیکونو داجرا اقدام وکړی .

هغه وویل دفلسطین په مسلې کښې ښکیلې خواوې باید له تاوتریخوالی  ډډه وکړی او د ملکی خلکو ژوند ته اهمیت ورکړی .

په ملګروملتونو کښې دچین دائمی استازی وویل نړیواله ټولنه باید دفلسطین له کډوالو سره انسانی مرستو ته دوام ورکړی او د مشکلاتو دزیاتیدا مخه ونیسی .