پاکستان له روسیې سره داړیکو پراخول غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66001-پاکستان_له_روسیې_سره_داړیکو_پراخول_غواړی
زمونږخبریال وایی د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف پرون په ماسکو کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل اسلام اباد په ټولو زمینو کښې له ماسکو سره اړیکو ته اهمیت ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2018 02:46 Asia/Kabul
  • ماسکو په افغانستان کښې دداعش ډلې په نفوذ او پیاوړتیا ډیر اندیښمن دی .
    ماسکو په افغانستان کښې دداعش ډلې په نفوذ او پیاوړتیا ډیر اندیښمن دی .

زمونږخبریال وایی د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف پرون په ماسکو کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل اسلام اباد په ټولو زمینو کښې له ماسکو سره اړیکو ته اهمیت ورکوی .

هغه وویل له روسیې سره دپاکستان اړیکې دګټو، احترام ، متقابل درک ، او دنشه ایزو موادو له قاچاق او ترهګرۍ سره د مبارزې او د پراختیا ، ثبات او د صلحې په شمول په مهمو نړیوالو اوسیمه ییزو مسایلو کښې د غږملتیا پراساس دی .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف دغه راز ټینګار وکړ دافغانستان په جنګ کښې دامریکا اولس(۱۷) کلن پوځی شتون هیڅ بریا نه ده لرلی او په دغه جنګ کښې د واشنګټن ستراتیژۍ ماتی خوړلی ده .

هغه وویل دافغانستان کړکیچ یوازې دخبرو له لارې د حل وړ دی .

دخواجه اصف وویل په پاکستان د ترهګرۍ د ټپې د وهلو لپاره دامریکا هڅه ناکامه شوی ده او زیاته یې کړه چې په پاریس کښې د فیننشل ایکشن ټاسک فورس په غونډې کښې د پاکستان پرضد د پریکړه لیک د تصویبیدا په اړه فیصله ونشوه  او دغه چاره دریو(۳) میاشتو ته وځنډول شول .

امریکا غوښتل چې دپاکستان نوم دترهګرو ډلو دملاتړو هیوادونو  په فهرست کښې شامل کړی او انګلستان هم په دې زمینه کښې دامریکا ملګری وو او فرانسې او  جرمنی هم د امریکا ملاتړ کاوه .

خواجه اصف دخبرو اترو له لارې  دکشمیر په شمول له هندوستان سره د اختلافاتو دحل کولو لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړی .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف هم په دغه خبری غونډه کښې وویل ماسکو په افغانستان کښې دداعش ډلې په نفوذ او پیاوړتیا ډیر اندیښمن دی .

هغه وویل اسلام اباد او ماسکو دافغانستان د حالاتو په اړه ګډې اندیښنې لری  او ترهګرۍ، دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدل او دترهګرۍ دمالی تامین لپاره دنشه ایزو موادو له پیسو او عاید څخه استفاده په دغو اندیښنو کښې راځی .