چین دپاکستان له وسله والو بلوچ ډلو سره خبرې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66005-چین_دپاکستان_له_وسله_والو_بلوچ_ډلو_سره_خبرې_کړی
زمونږخبریال وایی دانګلستان فیننشل ټایمز ورځپاڼې پرون ادعا وکړه چین څه دپاسه پینځه(۵) کاله کیږی چې دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې له وسله والو ډلو سره په خاموش ډول خبرو بوخت دی چې د چین او دپاکستان داقتصادی کوریډور سی پیک په شمول د شپیتو(۶۰) میلیارډولو ډالرو په ارزښت د بیخ بنایی تاسیساتو پروژه وساتی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2018 04:29 Asia/Kabul
  • پاکستان د بلوچستان صوبې له وسله والو بلو چ ډلو سره دچین د حکومت دخبرو هرکلی کړی دی .
    پاکستان د بلوچستان صوبې له وسله والو بلو چ ډلو سره دچین د حکومت دخبرو هرکلی کړی دی .

زمونږخبریال وایی دانګلستان فیننشل ټایمز ورځپاڼې پرون ادعا وکړه چین څه دپاسه پینځه(۵) کاله کیږی چې دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې له وسله والو ډلو سره په خاموش ډول خبرو بوخت دی چې د چین او دپاکستان داقتصادی کوریډور سی پیک په شمول د شپیتو(۶۰) میلیارډولو ډالرو په ارزښت د بیخ بنایی تاسیساتو پروژه وساتی .

دریو چارواکو چې ددغو خبرو په اړه معلومات لری دغه ورځپاڼې ته وویل چین دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې له دیره  وسله والو بلوچ ډلو سره نیغ په نیغه تماس لری .

د چین او دپاکستان د اقتصادی کوریډور  اکثره پروژې په بلوچستان صوبې کښې دی .

دپاکستان یوه چارواکی د انګلستان فیننشل ټایمز ورځپاڼې ته وویل چین دبلوچستان صوبې له وسله والو ډلو سره په خاموش ډول خبرو کښې ډیر پرمختګ ترلاسه کړی دی .

څه دپاسه پنځوس کاله کیږی چې چین دنورو هیوادونو په ځایی چارواو سیاستونو کښې د نا لاسوهنې سیاست ته دوام ورکړی دی خو اوس اراده لری چې دخپلو میلیارډونو ډالرو ساتنه وکړی چې په اروپا ، افریقا او اسیا کښې د نوی وریښمو دلارې د جوړولو لپاره د یوه کمر او دیوې لارې په نوم یې په ټوله نړۍ کښې  لګوی .

پاکستان د بلوچستان صوبې له وسله والو بلو چ ډلو سره دچین د حکومت دخبرو هرکلی کړی دی .