دامریکا لاسوهنه د افغانستان د کړکیچ اصلی عامل ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66065-دامریکا_لاسوهنه_د_افغانستان_د_کړکیچ_اصلی_عامل_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کښې د امریکا پوځی لاسوهنه په سیمه او په دغه هیواد کښې د کړکیچ اصلی عامل وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2018 01:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان اکثره خلک له خپل هیواد څخه دامریکا او دناټو دعسکرو د وتلو غوښتونکي دي .
    د افغانستان اکثره خلک له خپل هیواد څخه دامریکا او دناټو دعسکرو د وتلو غوښتونکي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کښې د امریکا پوځی لاسوهنه په سیمه او په دغه هیواد کښې د کړکیچ اصلی عامل وبلله .

هغه پرون وویل په افغانستان کښې د امریکا او دناټو موسسې څو  کلن شتون په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ خطر کم کړی نه دی او حتی په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو د قاچاق ګواښ  څو برابره زیات شوی هم دی .

د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف زیاته کړه معلومه نه ده چې امریکا په افغانستان کښې دکومو کسانو پرضد پوځی ځواک کاروی .

هغه وویل روسیې  له امریکا څخه په افغانستان کښې د ناپیژاندو هیلی کوپټرونو د الوتونو  او د داعش ترهګرې ډلې او دطالبانو ډلې تر نیواک لاندې سیمو کښې ددغو چورلکو  د کوزیدا  او له دغو دوو(۲) ډلو سره دامریکا د عسکرو د  مرستې په اړه  توضیح اوسپیناوی غوښتی دی .

د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل دغه مسایل په داسې شرایطو کښې رامینځته شوی دی چې امریکا څه موده مخکې دافغانستان په اړه خپله ستراتیژۍ اعلان کړی  چې پکښې په پوځی حل لارې ټینګار شوی دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې مخکې یې ژمنه کړی وه  په افغانستان کښې به  دخپلو هیواد دعسکرو شمیر کم کړی په تیر میلادی کال کښې د واشنګټن دنوی ستراتیژۍ د اعلانولو په وخت کښې وویل په افغانستان کښې به دواشنګټن  د پوځیانو شمیر زیات کړی .

د افغانستان اکثره خلک له خپل هیواد څخه دامریکا او دناټو دعسکرو د وتلو غوښتونکی دی .