له بشار اسد سره د خبرو وخت رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66067-له_بشار_اسد_سره_د_خبرو_وخت_رسیدلی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د جرمنی د استخباراتی ادارې مشر برونو کاهل (Bruno Kahl)دسوریې دحکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو له ناتوانۍ اوه(۷) کاله وروسته وویل دسوریې له ولسمشر بشار اسد سره دخبرو وخت رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2018 01:42 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ څه موده مخکې د ایران داسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستې سره وتوانید په هیواد کښې دداعش ترهګرې ډلې پوځي دوسیه وتړي .
    د سوریې پوځ څه موده مخکې د ایران داسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستې سره وتوانید په هیواد کښې دداعش ترهګرې ډلې پوځي دوسیه وتړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د جرمنی د استخباراتی ادارې مشر برونو کاهل (Bruno Kahl)دسوریې دحکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو له ناتوانۍ اوه(۷) کاله وروسته وویل دسوریې له ولسمشر بشار اسد سره دخبرو وخت رسیدلی دی .

هغه دجرمنی له ټاګس شپیګل مجلې سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره باید د سوریې له حکومت سره خبرې وکړو وویل جرمنی د داعش ، القاعده او نورو ترهګرو ډلو په اړه د  اطلاعاتو ترلاسه کولوته ضرورت لری .

د جرمنی لوی څارنوال پیټر فرانک(Peter Frank) هم څه موده مخکې ویلی وو ددغه هیواد شپږسوه(۶۰۰) ښاریز په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې غړی دی .

ځینې لویدیځ هیوادونه چې په سوریې کښې یې له ترهګرو ډلو سره هرډول پوځی ، مالی ، سیاسی او استخباراتی مرستې کړی دی حاضردمه دداعش او د القاعده ډلو د اروپایی غړیو خپلو هیوادونو ته دستنیدا او ددغو ډلولخوا  دترهګرو حملو د ترسره کیدا له ویرې سره مخ دی .

دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال څخه د سعودی عربستان ، امریکا ، فرانسې ، انګلستان، ترکیې ، اردن ، متحده عربی اماراتو، کویت ، بحرین ، قطر وغیره تر ملاتړ لاندې  دترهګرو ډلو په پراخو حملو سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولو لپاره پیل شو .

د سوریې پوځ څه موده مخکې د ایران داسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستې سره وتوانید په هیواد کښې دداعش ترهګرې ډلې پوځی دوسیه وتړی او دغه ډلې ته ماتی ورکړی .