روسیې په نورو هیوادونو کښې لاسوهنه وغندله
-
هغه هیوادونه چې مینځني ختیځ کښې یې په بمونو سره ډیموکراسۍ راوستلي ده نن باید وشرمیږي.
زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا (Vasily Nebenzya) د هیوادونو حقوقو ته داحترام او دهغوې په کورنیو چارو کښې په نا لاسوهنې ټینګار وکړ .
هغه د نړیوالې صلحې او د امنیت په ساتلو کښې د ملګروملتونو دمنشور په اصولو او هدفونو د غور په هدف سره د امنیت شورا په غونډې کښې وویل د دغه غونډې موضوع مهمه ده او زیاته یې کړه د هیوادونو په چارو کښې نا لاسوهنه ، د لورو د ګټو پراساس اړیکې او دنړیوالې ټولنې او دټولو غړیو هیوادونو له امنیت او صلحې سره مرسته د ملګروملتونو د کار لومړی اصول دی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) ټینګار وکړ له بده مرغه د زور په وسیله په هیوادونو کښې د حکومتونو بدلول او دهیوادونو واکمنۍ ته د احترام دنه کولو او یا هیوادونو ته د نااشنا کلتوری ارزښتونو د واردولو په شان منفی چارې لیدل شوی دی .
هغه ټینګار وکړ په دوې کښې هیڅ یوه چاره د نړیوال نظم په ګټه نه ده او ننۍ نړۍ دیوه څو قطبی نظام د بڼه دخپلیدا په حال کښې ده او د دوه (۲)قطبی نړۍ وخت پاې ته رسیدلی دی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) د سوریې دکړکیچ په اړه هم وویل سوریه قانونی حکومت لری او د دغه هیواد سیاسی او ځکمنۍ بشپړتیا موضوع اهمیت لری .
هغه وویل هغه هیوادونه چې مینځنی ختیځ کښې یې په بمونو سره ډیموکراسۍ راوستلی ده نن باید وشرمیږی.
دروسیې استازی دغه راز د ملګروملتونو له امنیت شورا وغوښتل په سوریې کښې د غوطه شرقی د حالاتو په اړه غونډه وکړی .