ترهګر دسوریې د ملکی خلکو د وتلو مخه نیسی
-
په غوطه شرقي کښې د سوریې دعسکرو د عملیاتو په پیلیدا سره د ترهګرو لویدیځ ملاتړي هیوادونه لاس په کار شوي .
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د روسیې دفاع وزارت ته اړونده مرکز ټینګار وکړ د دمشق په غوطه شرقی کښې دیره وسله وال ترهګر له دغه سیمې د ملکی خلکو دوتلو مخه نیسی .
د روسیې ددفاع وزارت ته اړونده د سوریې په اووربند باندې دڅارنې مرکز په یوې(۱) بیانیې کښې وویل وسله وال ترهګر په غوطه شرقی کښې د حالاتو له خرابیدا سره سره له دغه سیمې د ملکی خلکو د وتلو اجازه نه ورکوی .
د روسیې د دفاع وزارت د تائید پراساس د سوریې په پلازمینې دمشق او شا وخوا سیمو په پرله پسې ډول د ترهګرو او وسله والو ډلو دهوانونو بریدونه دوام لری .
د روسیې دفاع وزارت وویل دسوریې په غوطه شرقی کښې دیره ترهګرو پرون درې دیرش (۳۳)ځله په دمشق دهوانونو ډزې وکړې او له کبله ې یوشمیر ملکیان مړه او مالی تاوانونه هم رسیدلی دی .
په غوطه شرقی کښې د سوریې دعسکرو د عملیاتو په پیلیدا سره د ترهګرو لویدیځ ملاتړی هیوادونه لاس په کار شوی او ددغو عملیاتو په اجرا یې اندیښنه ښودلی ده .