دملګروملتونو سرمنشی د امریکا عامل دی
-
مریکا نه غواړي د سئول او دپیانګ یانګ اړیکې ښې شي .
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د شمالی کوریا نمایندګۍ په یوې (۱)بیانیې کښې د جرمنی د مونیخ په امنیتی کانفرنس کښې د ملګروملتونو د سرمنشی انتونیو ګوترش په څرګندونو دنیوکې په ترڅ کښې هغه دامریکا عامل وباله .
په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی دشمالی کوریا پرضد دملګروملتونو دسرمنشی انتونیو ګوترش څرګندونې او دریځونه سبب شوی چې مونږ داسې ګمان وکړو چې ګوتریش یو (۱)ډول دامریکا نوکر دی .
په ملګروملتونو کښې د شمالی کوریا د نمایندګۍ ددفتر په بیانیې کښې ویل شوی دی چې امریکا د کوریا په ټاپو وزمې کښې د موجود کړکیچ اصلی ګرم هیواد دی او د پیانګ یانګ توغندوی او اټومی ازموینې د ځان د دفاع لپاره یو (۱)جایز اقدام دی .
د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش د جرمنی دمونیخ په امنیتی کانفرنس کښې ویلی په شمالی کوریا د دباو د اچولو لپاره بندیزونه ضروری دی .
هغه دشمالی کوریا پرضد دمعنا لرونکی دباو د راوړلو او د بایکاټونو دلګولو په دلیل د ملګروملتونو د امنیت شورا په قدرونې سره وویل زمونږ له نظره ضروری ده چې دغه دباونه باید وساتل شی .
د ملګروملتونو امنیت شورا تیر کال دامریکا په مشرۍ د شمالی کوریا پرضد نوی بندیزونه ولګول چې دغه هیواد خپلې توغندوی اواټومی ازموینې بندې کړی .
له دې سره سره په تیرو څو میاشتو کښې د شمالی او دجنوبی کوریا په اړیکو کښې د ښه والی د راتلو نښې ښکاره شوی خو امریکا نه غواړی د سئول او دپیانګ یانګ اړیکې ښې شی .