وینزویلا او کیوبا له امریکا سره مقابله کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66227-وینزویلا_او_کیوبا_له_امریکا_سره_مقابله_کوی
زمونږخبریال وایی د وینزویلا او د کیوبا د پیوستون او د دوستۍ غورځنګ د امریکا له لاسوهونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د دواړو هیوادونو په اتحاد ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2018 12:30 Asia/Kabul
  • په وینزویلا کښې دکیوبا سفیر« روخلیو پولانکو »هم د امریکا د امپریالیسټي اقداماتو په وړاندې د اتحاد او د وحدت پرضرورت ټینګار وکړ .
    په وینزویلا کښې دکیوبا سفیر« روخلیو پولانکو »هم د امریکا د امپریالیسټي اقداماتو په وړاندې د اتحاد او د وحدت پرضرورت ټینګار وکړ .

زمونږخبریال وایی د وینزویلا او د کیوبا د پیوستون او د دوستۍ غورځنګ د امریکا له لاسوهونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د دواړو هیوادونو په اتحاد ټینګار وکړ .

کیوبا او وینزویلا پرون په کاراکاس کښې د پیوستون او د دوستۍ دغورځنګ په دریمې (۳)ملی غونډې کښې دامریکاو او دهغې د لویدیځو متحدو هیوادونو له لاسوهنو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه غور وکړ .

په دغه غونډې کښې ګډون کونکو ټینګار وکړ چې دپیوستون او د دوستۍ غورځنګ د وینزویلا دخلکو پرضد دامریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره د مقابلې لپاره د ولسمشر «نیکلاس مادورو» د اقداماتو ملاتړ کوی .

په وینزویلا کښې دکیوبا سفیر« روخلیو پولانکو »هم د امریکا د امپریالیسټی اقداماتو په وړاندې د اتحاد او د وحدت پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل د کیوبا خلک او  حکومت د امریکا او دهغې دمتحدو هیوادونو د لاسوهونکو اقداماتو په وړاندې د وینزویلا د خلکو او دحکومت دفاع او ملاتړ کوی .