دافغانستان جنګ به سخت او اوږد وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66261-دافغانستان_جنګ_به_سخت_او_اوږد_وی
تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې د ناټو او دامریکا دځانګړیو عسکرو قوماندان جنرال جیمز بی لینډر(Generak B.lander) په دغه هیواد کښې جنګ اوږد وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 25, 2018 04:56 Asia/Kabul
  • دامریکا دغه پوځي جنرال په افغانستان کښې د خپل هیواد د پوځي شتون دلیل د واشنګټن دګټو تامینول وباله .
    دامریکا دغه پوځي جنرال په افغانستان کښې د خپل هیواد د پوځي شتون دلیل د واشنګټن دګټو تامینول وباله .

تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې د ناټو او دامریکا دځانګړیو عسکرو قوماندان جنرال جیمز بی لینډر(Generak B.lander) په دغه هیواد کښې جنګ اوږد وباله .

هغه پرون وویل د افغانستان جنګ به هماغه راز سخت او اوږد وی .

دامریکا دغه پوځی جنرال په افغانستان کښې د خپل هیواد د پوځی شتون دلیل د واشنګټن دګټو تامینول وباله او ادعا یې وکړه د امریکا عسکر په افغانستان کښې د امنیت د ټینګولو کوشش کوی .

د امریکا ددغه پوځی قوماندان دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې دطالبانو او د داعش ترهګرۍ ډلې لخوا له تیرو څو میاشتو راهسې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کښې بم چاودنې او ترهګرې حملې روانې دی .

له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه دناټو له نورو غړیو هیوادونو سره یوځاې په افغانستان کښې دامریکا پوځی شتون چې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې دوام لری ددغه هیواد دزرګونو ملکی خلکو له وژل کیدا او د بیخ بنایانو له تباه کیدا او ورځ تر بلې د ناامنیو له زیاتیدا پرته بلې هیڅ نتیجه نه ده لرلی .