دداعش ډلې ښځینه غړی اروپا ته ورستنیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66263-دداعش_ډلې_ښځینه_غړی_اروپا_ته_ورستنیږی
د انګلستان ډیلی میل(Daily Mail) ورځپاڼې راپور ورکړی د اروپایی اتحادیې سرحدی اژانس په عراق او سوریې کښې دداعش ترهګرې ډلې له ماتی وروسته دغه اتحادیې ته د څه دپاسه زرو(۱۰۰۰) داعشی ښځو د بیرته ستنیدا په اړه خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 01:44 Asia/Kabul
  • له دغو ښځو سره یوځاې چې ډیلي میل ورځپاڼې هغه دداعش دناوي په توګه یاد کړي دي ګڼ شمیر ماشومان هم اروپايي هیوادونو ته روان شوي دي .
    له دغو ښځو سره یوځاې چې ډیلي میل ورځپاڼې هغه دداعش دناوي په توګه یاد کړي دي ګڼ شمیر ماشومان هم اروپايي هیوادونو ته روان شوي دي .

د انګلستان ډیلی میل(Daily Mail) ورځپاڼې راپور ورکړی د اروپایی اتحادیې سرحدی اژانس په عراق او سوریې کښې دداعش ترهګرې ډلې له ماتی وروسته دغه اتحادیې ته د څه دپاسه زرو(۱۰۰۰) داعشی ښځو د بیرته ستنیدا په اړه خبرداری ورکړ .

دغه ورځپاڼه لیکی د داعش ترهګرې ډلې له ماتی او دهغې د قلمرو له مینځه تلو وروسته له زرو(۱۰۰۰) ښځو جوړه یوه ډله داعشیان لویدیځو هیوادونو ته دستنیدا په حال کښې دی   چې دغه چاره د ویرې او ټرور دنوی څپې خطر ځان پسې لری .

له دغو ښځو سره یوځاې چې ډیلی میل ورځپاڼې هغه دداعش دناوی په توګه یاد کړی دی ګڼ شمیر ماشومان هم اروپایی هیوادونو ته روان شوی دی .

د اروپایی اتحادیې د سرحدی اژانس د اعلان پراساس  دلویدیځو هیوادونو له پینځوزرو(۵۰۰۰) ترهګرو څخه چې په عراق ، لیبیا او سوریې کښې له داعش ډلې سره یوځاې شوی وو دیرش فیصده (۳۰) لویدیځو هیوادونو ته ستانه شوی دی او پاتې نور داعش غړی هم له مینځنی ختیځ هیوادونو څخه  د سوکه سوکه وتلو په حال کښې دی .

خپلو اصلی هیوادونو ته د ترهګرو د بیرته دستنیدا د خطر په اړه د لویدیځو هیوادونو اندیښنه په داسې حال کښې ده چې اکثره اروپایی هیوادونه او دغه راز امریکا او ځینې عرب هیوادونه په تیرو څو کلونو کښې د سوریې او دعراق په شمول دنړۍ په بیلابیلو هیوادنو کښې د داعش په شان دترهرګو ډلو د وسلو او پیسو اصلی تامینونکی وو او دی .