دسوریې خلکو دترکیې پرضد اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66267-دسوریې_خلکو_دترکیې_پرضد_اعتراض_وکړ
مهر خبری اژانس وایی د سوریې خلکو په حلب ولایت کښې دعفرین سیمې په یوه(۱) میدان کښې په غونډې سره په دغه ښار د ترکیې د پوځی تیری په دوم اعتراض وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 02:13 Asia/Kabul
  • د سوریې دبهرنیو چارو وزارت ددغو حملو په غندلو سره ویلي دي دترکیې دغه پوځي تیري د سوریې دملي واکمنۍ خلاف ورزۍ ده .
    د سوریې دبهرنیو چارو وزارت ددغو حملو په غندلو سره ویلي دي دترکیې دغه پوځي تیري د سوریې دملي واکمنۍ خلاف ورزۍ ده .

مهر خبری اژانس وایی د سوریې خلکو په حلب ولایت کښې دعفرین سیمې په یوه(۱) میدان کښې په غونډې سره په دغه ښار د ترکیې د پوځی تیری په دوم اعتراض وکړ .

د سوریې  په  عفرین سیمې سربیرهعین العرب ، دیرالزور او الحسکه او د الرقه سیمو په لسګونو خلکو  هم پرون سهار په النیروز میدان کښې د عفرین دخلکو په ملاتړ کښې  غونډې و کړې  او له ترکیې یې وغوښتل چې پوځی تیری پاې ته ورسوی .

هغوې ټینګار وکړ چې دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریې کښې په هستوګنو سیمو بمباریو سره ددغه چارې هرکلی کړی دی .

دسوریې په شمال کښې په عفرین ښار  باندې د زیتون دڅانګې په نوم سره  د  ترکیې پوځی حملې د روان میلادی کال دجنورۍ دمیاشتې له شلمې(۲۰) نیټې راهسې د کردانو پرضد دوام لری .

د سوریې دبهرنیو چارو وزارت ددغو حملو په غندلو سره ویلی دی دترکیې دغه پوځی تیری د سوریې دملی واکمنۍ خلاف ورزۍ ده .

دغه راز خبری سرچینو دسوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت په خوا کښې د اریحا ښار په شاوخوا کښې د النصره او د جبهه تحریر  ترهګرو ډلو  ترمینځ دسختو جنګونو د رامینځته کیدا خبر ورکړی چې له کبله یې ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک شوی هم دی .

د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د امریکا او دځینو عربو او لویدیځو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی وو خو دغه هڅې د مقاومت دچورلیز او د ولسی ملاتړ په دلیل ناکامه شوی او دغه هیواد دترهګرو ډلو په وړاندې د کامل بریالیتوب په درشل کښې ورغلی دی .