ترهګرو په سوریې کښې په لسګونو کسان مړه او ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66273-ترهګرو_په_سوریې_کښې_په_لسګونو_کسان_مړه_او_ژوبل_کړل
زمونږ خبریال وایی ترهګرو ډلو پرون مازیګر د سوریې د حماه ولایت په شمالی سیمو د هوانونو په ډزو سره څلور (۴)کسان مړه او لس(۱۰) نور ژوبل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 02:47 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې له ترهګرو سره سعودي عربستان، امریکا، انګلستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه مرستې کوي .
    په سوریې کښې له ترهګرو سره سعودي عربستان، امریکا، انګلستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه مرستې کوي .

زمونږ خبریال وایی ترهګرو ډلو پرون مازیګر د سوریې د حماه ولایت په شمالی سیمو د هوانونو په ډزو سره څلور (۴)کسان مړه او لس(۱۰) نور ژوبل کړل.

په دغو حملو کښې په مرګ ژوبلو سربیره هستوګنه سیمو او دښار عمومی بیخ بنایانو ته هم تاوانونه ورسیدل .

په غوطه شرقی کښې دیره ترهګرو هم پرون دسوریې دپلازمینې دمشق په خوا کښې په هستوګنو سیمو د هوانونو په ډزو سره شپږ(۶) ملکیان ژوبل کړل .

دسوریې سرچینو وویل دجنګ په میدانونو کښې دترهګرو په ماتی سره په تیرو څو میاشتو کښې په هستوګنو سیمو د ټروریسټانو حملې زیاتې شوی دی .

په سوریې کښې له ترهګرو سره سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، متحده عربی امارات  ، فرانسه ، کویت ، اردن ، ترکیه ، قطر، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مرستې کوی .