د سوریې دکړکیچ حل لاره سیاسی ده
-
۲۴۰۱ پریکړه لیک د ملګروملتونو دامنیت شورا دټولودائمي او غیر دائمي غړیو په مثبو رایو سره تصویب شو .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د انګلستان د باندنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریې دحکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو د ناکامۍ له اوو(۷) کلونو وروسته وویل د دغه هیواد دکړکیچ حل لاره سیاسی ده .
هغه پرون د بریتانیا په پارلمان کښې اعتراف وکړ په سوریې کښې اوه(۷) کاله جنګ او د وینې تویدل د څلور لکه خلک په وژل کیدا سربیره د یولس(۱۱) میلیونه خلکو د کډوالیدا او په دغه هیواد کښې دانسانی غمیزې د رامینځته کیدا سبب شوی دی .
د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن دغه راز ادعا وکړه لندن د خپلو متحدانو په څنګ کښې د ملګروملتونو دامنیت شورا له لارې په ټوله سوریه کښې د اووربند د ټینګیدا او اړمنو خلکو ته سمدستی د مرستې د رسولو غوښتونکی دی .
دملګروملتونو امنیت شورا وړمه ورځ په سوریې کښې د دیرش(۳۰) ورځنی اووربند د اجرا او تر کلابندۍ لاندې سیمو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو لپاره یو(۱) پریکړه لیک تصویب کړ او د روسیې په دباو سره القاعده ، جبهه النصره او داعش او نورې ترهګرې ډلې چې ملګروملتونو هغه ټروریسټی پیژندلی دی په دغه اووربند کښې شاملې نکړې شوې .
۲۴۰۱ پریکړه لیک د ملګروملتونو دامنیت شورا دټولودائمی او غیر دائمی غړیو په مثبو رایو سره تصویب شو .