دلبنان حزب الله دامریکا فیصله وغندله
-
قدس له ۱۹۶۷ میلادي کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې(۱) بیانیې کښې قدس ته دامریکا د سفارت د انتقال د وخت ټاکلو ته په غبرګون کښې ددغه فیصلې پرضد د نړۍ د پتیالیو او داسلامی او عربی ملتونو د اغیزشیندونکواقداماتو غوښتنه وکړه .
دامریکا ځینو حکومتی چارواکو په تیرې جمعې ورځ ویلی وو د روان میلادی کال د می دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) د نکبت یعنی د اسرائیلو دجعلی رژیم د جوړیدا په ورځ به په قدس ښار کښې سفارت پرانیزی .
د لبنان حزب الله غورځنګ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل د روان میلادی کال دمې دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه قدس ته دامریکا دسفارت د انتقالول لپاره د نیټې د ټاکلو فیصله دهغو اقداماتو بشپړول دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیل کړی او حزب الله دغه اقدام د قدس د یهودی کولو او دفلسطین دموضوع دهیرولو په دوام کښې ګڼی .
دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مقاومت او انتفاضه د نیواکی ټاټوبو د ازادولو یوازنۍ(۱) لاره وبلله او زیاته یې کړه په رسمی سویه د ځینو عربو هیوادونو ملګرتیا امریکا قدس ته د سفارت د انتقالولو او ددغه چارې په ګړندی کولو کښې فیصلې ته وهڅوله .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال د دسمبر په شپږمه (۶)نیټه له پراخو نړیوالو او سیمه ییزو مخالفتونو سره سره ویلی وو واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .
قدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .
سعودی عربستان، متحده عربی امارات، اردن ، کویت ، بحرین ، مصر او نور ډیر عرب هیوادونه چې دیکتاتور رژیمونه پکښې واکمن دی له امریکا سره ملګرتیا لری او د واشنګټن له هیڅ فیصلې سره مخالفت نشی کولای .