ترهګرو دسوریې په پلازمینې حملو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66405-ترهګرو_دسوریې_په_پلازمینې_حملو_ته_دوام_ورکړی
مهر خبری اژانس د سوریې د سانا خبری اژانس په قول راپور راکړی په پلازمینې دمشق باندې د تکفیری ترهګرو د هوانونو د حملو په دوام کښې پرون په الدویعله سیمې بیا بریدونه وشول چې مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه یې درلودل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 01:56 Asia/Kabul
  • د سوریې دباندنیو چارو وزارت  دترکیې دپوځي عملیاتو په غندلو سره هغه د خپل هیواد دملي واکمنۍ خلاف ورزۍ بللي ده .
    د سوریې دباندنیو چارو وزارت دترکیې دپوځي عملیاتو په غندلو سره هغه د خپل هیواد دملي واکمنۍ خلاف ورزۍ بللي ده .

مهر خبری اژانس د سوریې د سانا خبری اژانس په قول راپور راکړی په پلازمینې دمشق باندې د تکفیری ترهګرو د هوانونو د حملو په دوام کښې پرون په الدویعله سیمې بیا بریدونه وشول چې مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه یې درلودل .

دسوریې د پلازمینې دمشق په بیلابیلو سیمو له غوطه شرقی سیمې څخه د ترهګرو ډلو په تیرې شنبې ورځ هوان ډزو کښې هم درې(۳) ملکی خلک وژل شوی او کابو شپیته(۶۰) نور ژوبل شوی وو .

د سوریې عسکرو ددمشق په غوطه شرقی سیمه کښې د ترهګرو دمرکزونو پرضد ځمکنی عملیات پیل کړی او جنګی الوتکې هم دغوطه شرقی په شاوخوا ښارګیو کښې دترهګرو په مرکزونو بمبارې کوی .

دسوریې حکومتی سرچینو ویلی دی دجنګ په ډګرونو کښې د ترهګرو په ماتی سره په تیرو څو میاشتو کښې په هستوګنه سیمو د ټروریسټانو حملې زیاتې شوی دی .

ترهګر دسوریې دپلازمینې دمشق په غوطه شرقی سیمه  کښې شتون لری او له دغه سیمې هره ورځ ددمشق په مختلفو سیمو د هوانونو ډزې کوی او له کبله یې یوشمیر  خلک وژل کیږی او ژوبلیږی .

د سوریې په عفرین کښې په الریحانیه کلی د ترکیې دپوځ دبمباریو له کبله پینځه(۵) ملکیان ووژل شول .

دسوریې په شمال کښې په عفرین ښار کښې د زیتون دڅانګې په نوم دکردانو پرضد دترکیې دپوځ عملیات د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې له شلمې(۲۰) نیټې راهسې پیل شوی .

د سوریې دباندنیو چارو وزارت  دترکیې دپوځی عملیاتو په غندلو سره هغه د خپل هیواد دملی واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی ده .