د ټیلرسن او سپينې ماڼۍ ترمینځ اختلافات ډیر زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66459-د_ټیلرسن_او_سپينې_ماڼۍ_ترمینځ_اختلافات_ډیر_زیات_شوي
د ټرمپ د انډیوالانو او د امریکې د حکومت د ځینو غړو ترمینځ د قدرت د جنګ په دوام کښې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بیا هم د دغې وزارتخانې په چارو کښې په دخالتونو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 17:00 Asia/Kabul
  • د ټیلرسن او سپينې ماڼۍ ترمینځ اختلافات ډیر زیات شوي

د ټرمپ د انډیوالانو او د امریکې د حکومت د ځینو غړو ترمینځ د قدرت د جنګ په دوام کښې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بیا هم د دغې وزارتخانې په چارو کښې په دخالتونو نیوکه وکړه.

د پولیټیکو ویب سایټ په لیکنه، د امریکې خارجه وزیر رکس ټیلرسن د بهرنیو چارو د وزیر په کار کښې د مداخلې په وجه د دغه هیواد د ولسمشر په زوم جراډ کوشنر او په ملګرو ملتو کښې د امریکې په استازې نکي هیلی او د ټرمپ د ملي امنیت په سلاکار هربرټ مک مسټر باندې په نیوکې سره وویل: امریکا په یو وخت څلور خارجه وزیران نه شي لرلی.

ټیلرسن څرګنده کړه: کوشنر په اسرائیلو او فلسطین پورې د اړوندو چارو مسئول دی خو کله کله له میکسیکو او چین سره د امریکې په اړیکو کښې هم دخالت کوي.

د دې خبر له مخې د سپينې ماڼۍ د دفتر مشر جان کلي هم په بهرني سیاست پورې اړوندو مسائلو په لړ کښې په کوشنر نیوکه کړې ده.

د امریکې د خارجه وزیر ټیلرسن او د سپينې ماڼۍ د ځینو چارواکو ترمینځ اختلافات دومره زیات شوي دي چې ویل کیږي هغه د استعفا ورکولو نیت لري او ډونلډ ټرمپ د هغه د بدیل د ټاکلو په انتخاب غور کوي.