له ترهګرو سره اړیکې غوڅول د پاکستان په ګټه ده
-
په سیمه کښې د امنیت لپاره ترټولو ښه هیله د افغانستان د حکومت او دطالبانو ترمینځ دسیاسي حل لارې په لټولو کښې ده .
زمونږ خبریال وایی په پاکستان کښې دامریکا پخوانی سفیر ریچارډ اولسن له یوې بهرنۍ راډیو سره په مرکه کښې وویل وویل ټولو وسله والو ډلو یو نه یووخت د پاکستان او ددغه هیواد دخلکو دګټو پرضد اقدامات کړی دی او ځکه خو له دغو ټروریسټی ډلو سره د اړیکو غوڅول د پاکستان په ګټه دی .
هغه وویل په سیمه کښې د ترهګرو ډلو ترمینځ له یوبل سره د ملګرتیا کولو ګروهنه شته او ځکه خو د ښو او دبدو ترهګرو ترمینځ فرق کول مشکل کار دی .
په پاکستان کښې دامریکا پخوانی سفیر ریچارډ اولسن وویل که چیرې اوس ما خپل سیاست چلولی نو پاکستان ته د خبرداری د ورکولو پرځاې مو د امریکا او دپاکستان ترمینځ په لوړه سویه او په پټ ډول د خبرو اترو هڅه کوله .
هغه وویل په سیمه کښې د امنیت لپاره ترټولو ښه هیله د افغانستان د حکومت او دطالبانو ترمینځ دسیاسی حل لارې په لټولو کښې ده .