د امنیت شورا غړیو په سوریې کښې د اووربند غوښتنه وکړه
-
په سوریې کښې په انساني حالاتو دغور لپاره دامنیت شورا هڅې تل هیڅ بریا نه ده لرلي .
زمونږ خبریال وایی دملګروملتونو دامنیت شورا غړیو د سوریې په غوطه شرقی سیمه کښې د اووربند د اجرا په اړتیا ټینګار وکړ .
د سوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې د غوطه شرقی سیمې په حالاتو دغور لپاره د امنیت شورا په غونډې کښې د بریتانیا استازی« مټیو ریکرافټ »وویل په دغه سیمه کښې د اووربند له اجرا پرته بل هر اقدام دامنیت شورا سپکاوی دی .
د فرانسې استازی« فرانسوا دلاتره »هم په دغه غونډې کښې وویل ټولې خواوې باید هرډول دښمانه اقدام بند کړی او اووربند ته پاې بند ووسی او دغه راز ملکی خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو او دملګروملتونو د کاروانونو د تیریدا لپاره لاره باید خلاصه وی .
په امنیت شورا کښې دچین استازی« ماژائو شو» هم په سوریې کښې د ملکی خلکو پرضد تاوتریخجن اقدامات وغندل او له ټولو لورو یې وغوښتل تاوتریخجن اقدامات بند کړی .
په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی «نیکې هیلې» وویل په سوریې کښې په انسانی حالاتو دغور لپاره دامنیت شورا هڅې تل هیڅ بریا نه ده لرلی .