طالبان باید دافغانستان له حکومت سره خبرې وکړی
-
ډېر ژر به طالبان دافغانستان له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي.
زمونږخبریال وایی امریکا ویلی چې دافغانستان شخړه له پوځی اړخه نه شی هوارېدای او ټینګار یې کړى چې طالبان باید د کابل له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنی.
دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نورټ په واشنګټن کې یوې خبری غونډې ته وکړې.
هغې وویل د طالبانو له خوا امریکا ته استول شوى لیک یې ترلاسه کړى او تر مطالعې لاندې دى.
په دغه لیک کې طالبانو له امریکا غوښتی وو چې له دوى سره نېغ په نېغه خبرې وکړی.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلی چې د سولې ټولې خبرې اترې به د افغانستان د حکومت په مشرۍ ترسره کېږی، خو له بده مرغه اوس داسې نه ښکاری چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنی.
هغه وایی چې ډېر ژر به طالبان دافغانستان له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شی.
نورټ زیاته کړه چې افغان شخړه پوځی حل لاره نه لری، اخر هم سیاسی حل ته اړتیا لیدل کېږی او خبرې اترې یواځېنۍ لاره ده چې دا شخړه هواره شی.
د کابل کنفرانس پرون سهار د ٢٥ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون سره ترسره شو
پرون د ولسمشر یوه استازی چخانسوری په کابل کې ویلی وو چې امریکا د طالبانو د خبرو اترو وړاندیز رد کړى او ټینګار یې کړى چې باید له افغان حکومت سره خبرې وشی.