دامریکا ۵۷ فیصده خلک ولسمشر توکمپال ګڼی
-
دامریکا یوازې پینځه دیرش(۳۰) فیصده سپین پوستي خلک دهیواد سیاست سم ګڼي .
زمونږ خبریال وایی دامریکا ایسوسی ایټید پریس خبری اژانس په یوې نظر سنجې کښې ویلی دی چې ولسمشر ډونالډټرمپ نژاد پرست(Racist) دی .
دغه نظرسنجې دامریکا په نیمایی سیمو کښې چې تور پوستو او هسپانوی توکمه امریکایانو پکښې ګډون کړی وو شوی ده .
په دغه نظر سنجې کښې له ګډون کونکو څخه اوه پنځوس(۵۷) فیصده خلکو ویلی دی چې د مسلمانانو په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیاست ښه نه دی او شپږپنځوس(۵۶) فیصده نورو خلکو بیا ویلی دی چې د ډونالډ ټرمپ سیاستونه دامریکا د هسپانوی توکمه خلکو لپاره ښې نتیجې نلری .
په دغه نظر سنجې کښې ګډون کونکو کابو دریمه(۳) برخه خلکو وویل د افریقا توکمه امریکایانو په اړه ولسمشر ټرمپ سیاستونه ښه نه دی او د ټرمپ د توکمپال کیدا خبره پیاوړی کیږی .
په دغه نظر سنجې کښې دامریکا یوازې پینځه دیرش(۳۰) فیصده سپین پوستی خلک دهیواد سیاست سم ګڼی خو د امریکا سپین ماڼۍ ددغه نوی نظر سنجې په اړه له نظر څرګندولو ډډه کړی ده .