دامریکا ۵۷ فیصده خلک ولسمشر توکمپال ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66627-دامریکا_۵۷_فیصده_خلک_ولسمشر_توکمپال_ګڼی
زمونږ خبریال وایی دامریکا ایسوسی ایټید پریس خبری اژانس په یوې نظر سنجې کښې ویلی دی چې ولسمشر ډونالډټرمپ نژاد پرست(Racist) دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2018 01:00 Asia/Kabul
  •  دامریکا یوازې پینځه دیرش(۳۰) فیصده سپین پوستي خلک دهیواد سیاست سم ګڼي .
    دامریکا یوازې پینځه دیرش(۳۰) فیصده سپین پوستي خلک دهیواد سیاست سم ګڼي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا ایسوسی ایټید پریس خبری اژانس په یوې نظر سنجې کښې ویلی دی چې ولسمشر ډونالډټرمپ نژاد پرست(Racist) دی .

دغه نظرسنجې دامریکا په نیمایی سیمو کښې چې تور پوستو او هسپانوی توکمه امریکایانو پکښې ګډون کړی وو شوی ده .

په دغه نظر سنجې کښې له ګډون کونکو  څخه اوه پنځوس(۵۷) فیصده خلکو ویلی دی چې د مسلمانانو په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیاست ښه نه دی او شپږپنځوس(۵۶) فیصده نورو خلکو بیا ویلی دی چې د ډونالډ ټرمپ سیاستونه دامریکا د هسپانوی توکمه خلکو لپاره ښې نتیجې نلری .

په دغه نظر سنجې کښې ګډون کونکو کابو دریمه(۳) برخه خلکو وویل د افریقا توکمه امریکایانو په اړه  ولسمشر ټرمپ سیاستونه ښه نه دی او د ټرمپ د توکمپال کیدا خبره  پیاوړی کیږی .

په دغه نظر سنجې کښې دامریکا یوازې پینځه دیرش(۳۰) فیصده سپین پوستی خلک دهیواد سیاست سم ګڼی خو د امریکا سپین ماڼۍ ددغه نوی نظر سنجې په اړه له نظر څرګندولو ډډه کړی ده .