د روسیې ولسمشر له اټومی حملې سره په مقابلې ټینګار وکړ
-
لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا عاقلانه کړچار ترسره کړي او د منصفانه ملګرتیا پراساس د اړیکو په فکر کښې ووسي .
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ په ماسکو او دهغه په متحدانو هر ډول اټومی حملې ته به په سمدستی متقابلې حملې او د هغې پایلو ته له پام کولو پرته ځواب ورکړی .
هغه پرون د روسیې د اجرایی ، پارلمانی ، قضایی ، پوځی او مذهبی چارواکو په ټول کښې په نړیوال ډګر کښې د ماسکو یو(۱) کلن کړچار د نړۍ د پیاوړی پوځ په توګه امریکا ته شپیته(۶۰) پوځی ګوزار وباله .
پوتین په دې خبرې سره چې روسیه په نړۍ کښې بې ساری ستراتیژیکې وسلې لری وویل مونږ امریکا ته په ځلونو ویلی دی چې د واشنګټن دتوغندی ضد سیسټم د روسیې امنیت ته ګواښ کوی خو امریکا یو اړخیزه اقداماتو ته مخه کړی ده .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ هیڅ هیواد باید اټومی ګواښونه د نړۍ لپاره کم اهمیته ونه ښیی بلکې باید دخبرو میز ته کینی چې دیوه (۱)بل په همفکرۍ سره د نړیوال امنیت په اړه فکر وکړی .
هغه له نړیوالو موسسو سره د روسیې نږدې ملګرتیا ته په اشارې سره هیله وښودله لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا عاقلانه کړچار ترسره کړی او د منصفانه ملګرتیا پراساس د اړیکو په فکر کښې ووسی .