له اټومی موافقې په وتلو سره امریکا څنګ ته کیږی
-
د اټومي موافقي د څیري کولو او د یوې ښې موافقې لپاره دخبرو اترو د ترسره کولو لپاره حقیقت پاله لاره نشته .
د امریکا د وسلو د کنټرول د موسسې مشر ډاریل کیمبال (Daryl Kimball)پرون له مهر خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل له اټومی موافقې د وتلو په بڼه کښې به واشنګټن منزوی او څنګ ته شی .
هغه وویل که چیرې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ له لاسلیک شوی اټومی تړون ووځی او دغه اټومی موافقې ته د ایران د نا پاې بندۍ په اړه له معلومو نښو نښانو پرته دتهران پرضد داټومی بایکاټونو دبیا اعمالولو هڅه وکړی نو په داخلی او نړیواله سویه به ورټل شی .
ډاریل کیمبال(Daryl Kimball) وویل له اټومی موافقې د امریکا د وتلو په بڼه کښې اروپایی اتحادیه په ایران کښې پانګونې او د تجارت د دوام لپاره امنه کانالChannel) دی .
د امریکا د وسلو د کنټرول د موسسې مشر ډاریل کیمبال (Daryl Kimball)د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اټومی ضد سیاستونو نیوکې سره وویل د اټومی موافقی د څیری کولو او د یوې ښې موافقې لپاره دخبرو اترو د ترسره کولو لپاره حقیقت پاله لاره نشته .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د جنورۍ په دولسمه(۱۲) نیټه په دې خبرې سره چې د اخری ځل لپاره دایران پرضد داټومی بندیزونو ځنډول تمدیدوی ګواښ وکړ که چیرې په اټومی تړون کښې زما دخوښې وړ شرطونه ورځاې نکړې شی واشنګټن به له دغه اټومی تړون ووځی .
د اټومی تړون نورو غړیو هیوادونو او اروپایی اتحادیې په دې خبرې ټینګار کړی دی چې د ایران داټومی تړون د له سره لیکلو هیڅ ضرورت نشته .