امریکا باید د سړې جګړې ذهنیت پاې ته ورسوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66641-امریکا_باید_د_سړې_جګړې_ذهنیت_پاې_ته_ورسوی
زمونږ خبریال وایی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندی میرمن هوا چونینګ (Hua Chunying) یوځل بیا په امریکا غږ وکړ د پییکینګ او دنورو هیوادونو په وړاندې د ساړه جنګ(Cold War) ذهنیت څنګ ته کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2018 02:36 Asia/Kabul
  • دامریکا په نوي اټومي ستراتیژۍ کښې ویل شوي دي چې روسیه او چین په چټکۍ سره د خپلو اټومي وسونو د نوي کولو په حال کښې دي .
    دامریکا په نوي اټومي ستراتیژۍ کښې ویل شوي دي چې روسیه او چین په چټکۍ سره د خپلو اټومي وسونو د نوي کولو په حال کښې دي .

زمونږ خبریال وایی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندی میرمن هوا چونینګ (Hua Chunying) یوځل بیا په امریکا غږ وکړ د پییکینګ او دنورو هیوادونو په وړاندې د ساړه جنګ(Cold War) ذهنیت څنګ ته کړی .

هغی وویل چین هیله من دی امریکا د سړې جګړې پړاو ته اړونده خپل اخیستونونه او ذهنیت څنګ ته کړی او په نړۍ کښې دسولې فکر وکړی .

هوا چونینګ (Hua Chunying)په نړۍ کښې د سولې او دثبات په ساتلو تینګار سره وویل امریکا په دنیا کښې ترټولو زیات عسکر او ترټولو زیاته پوځی بودجه لری او له دې سره سره بیا هم ادعا کوی چې نور هیوادونه د واشنګټن لپاره ګواښ ګڼل کیږی .

د چین دباندنیو چارو د وزارت  د ویاندی  میرمن چونینگ دغه څرګندونې له دې وروسته وشوې چې د امریکا ددفاع وزارت پینټاګان د قوماندنۍ دمرکز مشر جنرال جان هیټن (General John Hyten) روسیه د امریکا پرضد ترټولو ستر ګواښ وباله او چین یې هم یو دښمن وباله چې  چټکې سره امریکا ته د نږدې کیدا او  حرکت کولو په حال کښې دی .

دامریکا په نوی اټومی ستراتیژۍ کښې ویل شوی دی چې روسیه او چین په چټکۍ سره د خپلو اټومی وسونو د نوی کولو په حال کښې دی .

څه موده مخکې هم د چین دبهرنیو چارو د وزارت یوه بل ویندوی ګینګ شوانګ(Gengb Shuang) هم دامریکا له چارواکو غوښتی وو د ساړه دجنګ د افکارو په څنګ ته کولو سره په اټومی بې وسلې کولو کښې په خپل مسولیت عمل وکړی .