ډونالډټرمپ فساد ګر، بې منطقه او بې تجروبې کس دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66729-ډونالډټرمپ_فساد_ګر_بې_منطقه_او_بې_تجروبې_کس_دی
دجان برنن څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې په تیرې میاشتې کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او د اې بی سی نیوز چینل دګډې نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې ، دامریکا پنځوس فی صدی خلک په دې اند دی چې ډونالډ ټرمپ نفسیاتی انډول نه لری او ۵۸فی صده خلک هم دهیواد په اداره کولو کې د هغه له رودې او طریقې خوشال نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2018 15:24 Asia/Kabul
  • ډونالډټرمپ فساد ګر، بې منطقه او بې تجروبې کس دی

دجان برنن څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې په تیرې میاشتې کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او د اې بی سی نیوز چینل دګډې نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې ، دامریکا پنځوس فی صدی خلک په دې اند دی چې ډونالډ ټرمپ نفسیاتی انډول نه لری او ۵۸فی صده خلک هم دهیواد په اداره کولو کې د هغه له رودې او طریقې خوشال نه دی .

زمونږخبریال راپور راکړ دامریکا د استخباراتی ادارې سی آئی اې پخوانی مشر  جان برنن  بیګا  له  ایم ایس این بی سی  چینل  سره په مرکې کې  وئیلی دی ،  دسپینې ماڼۍ  دولسمشرۍ په  دفتر کې د ډونالډټرمپ شتون  چې  یو  بې ثباته ، بې منطقه ، فسادګر اوبې تجروبې کس دی ،  امریکا ئې  له بحرانی شرائطو سره  مخامخ کړې ده .

جان برنن  زیاته کړې ده ،  دامریکا ولسمشر د درستو قواؤ د قوماندانۍ  د دندو ترسره کولو لپاره  لازم صلاحیت نه لری ، په تیره بیا  په داسې حال کې  چې    د روسیې او  شمالی کوریا له خوا پوځی تیری په زیاتیدا دی .

 دجان برنن څرګندونې په داسې حال کې   مطرح کیږی ، چې  په تیرې میاشتې کې د  واشنګټن پوسټ   ورځپاڼې  او  د اې بی سی نیوز چینل  دګډې نظر غوښتنې  نتیجې  ښئ  چې ،   دامریکا  پنځوس فی صدی خلک په دې اند دی چې  ډونالډ ټرمپ   نفسیاتی انډول نه لری  او ۵۸فی صده خلک هم  دهیواد په اداره کولو کې د هغه  له رودې  او طریقې  خوشال نه دی .

 ۷۳فی صده  هم وائی ، د  ډونالډ ټرمپ  په اپوټه چې ځان  یو باثباته نابغه   ګڼی ،په هغه کې  هیڅ ډول نبوغ نه وی  او یو خطرناک کس بریښی .