ډونالډټرمپ فساد ګر، بې منطقه او بې تجروبې کس دی
دجان برنن څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې په تیرې میاشتې کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او د اې بی سی نیوز چینل دګډې نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې ، دامریکا پنځوس فی صدی خلک په دې اند دی چې ډونالډ ټرمپ نفسیاتی انډول نه لری او ۵۸فی صده خلک هم دهیواد په اداره کولو کې د هغه له رودې او طریقې خوشال نه دی .
زمونږخبریال راپور راکړ دامریکا د استخباراتی ادارې سی آئی اې پخوانی مشر جان برنن بیګا له ایم ایس این بی سی چینل سره په مرکې کې وئیلی دی ، دسپینې ماڼۍ دولسمشرۍ په دفتر کې د ډونالډټرمپ شتون چې یو بې ثباته ، بې منطقه ، فسادګر اوبې تجروبې کس دی ، امریکا ئې له بحرانی شرائطو سره مخامخ کړې ده .
جان برنن زیاته کړې ده ، دامریکا ولسمشر د درستو قواؤ د قوماندانۍ د دندو ترسره کولو لپاره لازم صلاحیت نه لری ، په تیره بیا په داسې حال کې چې د روسیې او شمالی کوریا له خوا پوځی تیری په زیاتیدا دی .
دجان برنن څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې په تیرې میاشتې کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او د اې بی سی نیوز چینل دګډې نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې ، دامریکا پنځوس فی صدی خلک په دې اند دی چې ډونالډ ټرمپ نفسیاتی انډول نه لری او ۵۸فی صده خلک هم دهیواد په اداره کولو کې د هغه له رودې او طریقې خوشال نه دی .
۷۳فی صده هم وائی ، د ډونالډ ټرمپ په اپوټه چې ځان یو باثباته نابغه ګڼی ،په هغه کې هیڅ ډول نبوغ نه وی او یو خطرناک کس بریښی .