په عراق دامریکائی پوځ حمله یو ناسم اقدام ؤ
په همداوروستیو کې دامریکا داخلی حالات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، ان تر دې چې اوس د دغه هیواد په ډیرو حساسو او پټو فیصلو هم نیوکې دعمومی افکارو غوږونو ته رسیدلی دی .
ایرنا خبری آ ژانس راپورورکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یولړ څرګندونو کې په عراق دامریکا او دهغې د متحدانو دحملې په دلیل د دغه هیواد د وخت پر ولسمشر جارج بش او د دغه هیواد پر استخباراتی اورګانونوسختې نیوکې کړی او اعتراف ئې کړی ، چې پر عراق د امریکائی پوځ حمله یوه ناسمه او بې ځایه فیصله وه .
راپورونه ښئ سی این این ټیلیویژنی چینل په دې باب د ډونالډ ټرمپ دخبرو یوه کلیپ پیدا کړی او بیګا ئې خپور کړی هم دی .
ډونالډ ټرمپ پرون په فلوریډا ایالت کې دجمهوری غواړی ګوند له مالی ملاتړو سره په یوې غرمنۍ کې وئیلی دی ، داسې ډیر بد سیاستوالان مو درلودل چې د اوږدې مودې لپاره ئې دغه هیواد اداره کړی دی .
ټرمپ زیاته کړې ، په ۲۰۰۳کال کې په عراق په حملې کې دامریکا اقدام یوه خورا ډیره بده فیصله وه چې تر دې دمه شوې ده . هغه له دې مخکې هم په عراق کې د د ډل وژونکو وسلو په موندلو کې د ا مریکا د استخباراتی اورګانونو په ناکامۍ هم سختې نیوکې کړی وې .
په همداوروستیو کې دامریکا داخلی حالات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، ان تر دې چې اوس د دغه هیواد په ډیرو حساسو او پټو فیصلو هم نیوکې دعمومی افکارو غوږونو ته رسیدلی دی .